د چين د احصايې دولتي ادارې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د ۲۰۲۰ کال لپاره د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ احصاييې ابلاغيه خپره کړه چې پکې له يو کال راهيسې د چينايانو په ګډو هڅو سره تر لاسه شوې د ليدو وړ برياليتوبونه څرګند شوي دي. له يو لړ شمېرو څخه ښکاري چې په ۲۰۲۰ کال کې د چين اقتصادي چارو په روانه توګه له اټکل نه ښه پرمختګ کړی او ټولې موخې او دندې يې پوره کړې دي.
د يادې ابلاغيې له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت( يعنې GDP ۱۰۱) زره ۶ سوه ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۲.۳٪ زيات شوی دی. چين چې په نړۍ کې يوازنی مثبت پرمختګ موندونکی عمده اقتصاد په توګه د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې څه باندې ۱۷ سلنه خدمتونه برار کړي دي. دغه راز په دغه کال کې د هر چينايي پر سر منځني کلني عايد ۳۲۱۸۹ يوانو ته رسېدلی چې د وړم کال په پرتله ۴.۷سلنه زيات شوی دی.
( سپوږمۍ)