د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ملي امنيت کمېسيون سکريتر علي شمخاني د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه څرګنده کړه چې د سوريې او عراق ترمنځ پر سرحدي سيمې د امريکايي وحشي بريدونو موخه د ترهګريزو بريدونو اعاده کېدل دي. خو ايران به دې ته اجازه ور نه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د خبر له مخې، شمخاني يادې څرګندونې په همدې ورځ په تهران کې د عراق له خارجه وزير فواد حسين سره د کتنې په وخت وکړې. هغه زياته کړه چې د دولت د امنيتي ځواکونو جوړول د عراق لومړنۍ دنده ده. عراق ور سره د همکارۍ پياوړتيا هيله هم وښوده.
( سپوږمۍ)