شانګهای، د چين د کمونېست ګوند د لومړۍ دورې ملي کانګرس د تر سره کېدو ځای
CRI2021-03-01 09:18:54
شريکول:

شانګهای چې د چين په ختيځه برخه کې او سمندر ته د ژېړ سيند د تګ په محوري سيمه کې موقعيت لري، يو لوی نړيوال ښار او د چين د مرکزي حکومت تر مستقيم کنترول لاندې ښار هم دی. د ۲۰۱۹م کال تر پايه پورې يې نفوس څه باندې ۲۴ ميليونو ته رسېدلی و. دغه ښار د چين د نړيوال اقتصاد، پولي چارو، سوداګرۍ، ترانسپورټ او ترافيک، ساينس او تخنيک او نوښت د مرکز په توګه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې مهم او مخکښ ځای دی او په ټوله نړۍ کې ډېر شهرت هم لري.

شانګهای د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو ځای دی. د ۱۹۲۱م کال د جولای په ۲۳مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د لومړۍ دورې ملي کانګرس د دغه ښار د شه کو من په سيمه کې تر سره شو او په دغه کانګرس کې د چين د کمونېست ګوند جوړېدل اعلان شول. ويل کېږي چې شانګهای د چين د عصري صنعتي چارو او د چين د کارګرو زانګو ده. په ۱۸۶۱م کال کې په شانګهای کې د برېښنايي ورېښمو توليدي فابريکه شته وه. په شاوخوا ۱۹۱۹م کال کې په دغه ښار کې د کارګرو شمېر د چين د نورو ښارونو په پرتله ډېر زيات شوی و.

له لرغونې زمانې راهيسې، شانګهای د چيني او بهرنيو کولتورونو د همغږۍ او تبادلې ځای دی چې د سياست، اقتصاد او کولتور په برخه کې ستر رول لوبوي. د ۲۰۱۳م کال تر اکتوبر مياشتې پورې، دغه ښار د نړۍ پنځو وچو د ۵۳ هېوادونو له ۷۵ ښارونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې. دغه راز، ۶۲ هېوادونو په شانګهای کې قونسلګرۍ جوړې کړې. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په پيل کې د شانګهای د سوداګريزو ملګرو شمېر يوازې ۲۰ و، خو اوس دغه شمېر له ۲۰۰ څخه زيات شوی دی. شانګهای يو مهم نړيوال بندر دی او د وارداتو او صادراتو اندازه يې د نړۍ لومړی مقام نيسي. د دې ترڅنګ، په تېرو اتو مسلسلو کلونو کې د شانګهای بندر د کانتينرونو د لېږد رالېږد اندازې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی. د رسمي شمېرنې له مخې، په سلو کې کابو دېرش چيني توليدات له شانګهای څخه د نړۍ نورو ځايونو ته لېږل کېږي، د دې ترڅنګ کابو دېرش فېصده بهرني توليدات هم له شانګهای څخه چيني بازار ته ننوځي.

شانګهای له افغانستان سره نژدې اړيکې لري. د شانګهای همکارۍ سازمان چې د مختلفو هېوادونو په منځ کې تلپاتي نړيوال سازمان دی، د افغان مسئلې په شمول د دې سيمې د امنيت، سوداګرۍ، کولتور، ساينس او تخنيک، انرژۍ او ترافيک په شمول برخو کې مهم رول لوبوي. د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۱م کال د جون په ۱۵مه نېټه، د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان او ازبکستان په شمول د ۶ هېوادونو لومړۍ سرمشريزه غونډه تر سره شوه او د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو اعلاميه يې خپره کړه چې دا د دغه سازمان د رسمي جوړېدو نښه ده. اوس دغه سازمان ۸ غړي هېوادونه، ۴ کتونکي هېوادونه او د ډيالوګ ۶ ملګري هېوادونه لري. د ۲۰۱۲م کال د جون په ۷مه نېټه، افغانستان په رسمي توګه د دغه سازمان د کتونکي هېواد په توګه وټاکل شو او له دې وروسته د دغه سازمان په چوکاټ کې مثبت ګډون کوي. د دغه سازمان اصول ( متقابل باور، ګډې ګټې، مساوات، مشورې، د راز راز مدنيتونو درناوی او ګډ پرمختګ ) دی.

د يادونې وړ دا ده چې شانګهای د نندارتونونو په برخه کې يو مشهور نړيوال ښار هم دی. له ۲۰۰۸م کال څخه په تېرو مسلسلو ۳ کلونو کې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون درې دورې په دغه ښار کې تر سره شوي دي. د افغانستان په شمول د بېلا بېلو هېوادونو تصديو او شرکتونو په دغه نندارتون کې مثبت او فعال ګډون کړی دی، څو د چين له پرمختګ څخه ګډې ګټې واخلي. دغه نندارتون په نړۍ کې لومړی دولتي نندارتون دی چې په ځانګړۍ توګه د وارداتو د پياوړتيا په موخه تر سره کېږي. دغه نندارتون د سوداګرۍ د ازادۍ د پياوړتيا او د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره ستر رول لوبوي او د بېلا بېلو هېووادونو تر منځ د سوداګريز تګ راتګ د نژدې کېدو او د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د زياتوالي لپاره ګټور هم دی. د شانګهای د موټرونو نړيوال نندارتون په اسيا کې ډېر لوی دی، د شانګهای نړيوال فلمي فېسټېوال د اې په درجه نړيوالو ۹ فلمي فېسټېوالونو کې يو دی. بر سېره پردې، د شانګهای نړيوال ټلويزيوني فېسټېوال، د شانګهای نړيوال هنري فېسټېوال او د شانګهای د سيلانۍ نړيوال فېسټېوال په شمول رنګارنګ نړیوال کولتوري او هنري فعاليتونه هم د نړيوالو کولتورونو د تګ راتګ صحنې دي.