څو هېوادونو د م م د بشري حقوقو په شورا کې له چين د ملاتړ دريځ څرګند کړ
cri2021-03-02 10:26:01
شريکول:

په دې ورځو کې، د ونزويلا، ديموکراتيکې کوريا، سريلانکا، جنوبي سوډان، لاوس، بروندی، باربادوس، وانواتو، چاد او ارمنستان به ګډون د يو شمېر هېوادونو استازو د م م د بشري حقوقو شورا په ۴۶مه غونډه کې د شينجيانګ او هانکانګ په چارو کې له چين د ملاتړ دريځ څرګند کړ، د چين په کورنيو چارو کې د اړوندو خواوو له لاسوهنو سره يې مخالفت کړی او د کرونا وبا د مخنيوي لپاره يې د چين له تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل.

د ونزويلا استازي د چين د اويغور کورواکې سيمې د دې عمل ستاينه وکړه چې د م م د ترهګرۍ ضد نړيوالې ستراتيژۍ سره سم يې د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي اقدامات غوره کړي. همدارنګه يې دې ته اشاره کړې، چې هانکانګ د چين نه بېلېدونکې برخه ده، د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي. اړوند هېوادونه دې د م م منشور په مراعاتولو سره د هانکانګ په چارو کې خپلې لاسوهنې بندې کړي. (شکريه)