د افغانستان د دفاع وزارت د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړ
cri2021-03-02 10:21:09
شريکول:

د افغانستان دفاع وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امنيتي ځواکونو په يو لړ پوځي عملياتو کې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل.

په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې امنيتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د کاپيسا ولايت د نجراب په سيمه کې په پوځي عملياتو کې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل او ۶ تنه نور يې ټپيان کړل. په وژل شويو طالبانو کې ۱۶ تنه د داعش غړي هم دي. د وسله والو ګڼ شمېر وسلې له منځه يووړل شول.

طالبانو تر اوسه د دې په اړه څه نه دي ويلي. (شکريه)