چين له څه باندې لسو هېوادونو سره د کرونا وبا ضد واکسين په اړه همکارۍ کړې
cri2021-03-03 15:25:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲مه نېټه وويل، د امنيت شورا په دې ورځو کې د کرونا وبا ضد واکسين په اړه د يو موافقه ليک په تصويب سره پر دې ټينګار وکړ، چې بايد لانجمنو او بې ثباته سيمو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو او سيمو ته په مناسبه بيه واکسين د عادلانه برابرولو لپاره نړيوالې همکارۍ تر سره کړو، له دې څخه د امنيت شورا رول ښکارېږي، چين د دې هرکلی کوي.

نوموړي وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ غوښتنه کړې، چې واکسين بايد د نړۍ پر عام توليد بدل شي. چين له نورو هېوادونو مخکې د کرونا وبا ضد واکسين د چټک توليدولو او عادلانه برابرولو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان ځانګړې غوښتنه منلې، له څه باندې لسو هېوادونو سره يې ازمويښتي همکارۍ کړې، د واکسين د تزريق په پلان کې يې ګډون کړی، د واکسين د عادلانه برابرولو لپاره يې هڅې کړې، د پرمختيايي هېوادونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره يې ۱۰ ميليونه واکسينونه برابر کړي، د م م سوله ساتونکو ته د واکسين برابرولو په ټيم کې يې برخه اخيستې او په وړيا ډول يې دوی ته واکسين برابر کړی. چين به په پر له پسې ډول د واکسين د ازموينې او د کرونا وبا د مخنيوي په ساحه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي، د روغتيا د ګډې ټولنې د جوړولو بهير به پرمخ يوسي او په دې برخه کې به د اخري برياليتوب د لاسته راوړلو لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)