په امريکا کې د نژادي تبعيض مسئله څنګه حل شي؟
CRI2021-03-03 15:44:09
شريکول:

هغه امريکايي پوليس چې د افريقايي الاصله جارج فرويد په وژنې تورن شوی ، په نژدې راتلونکي کې به د منصفه هيئت له خوا محاکمه شي. که څه هم دغه قضيه په امريکا کې د لويې پيمانې د لاريونونو سبب ګرځېدلې وه، خو په دغه هېواد کې رښتينی بدلون يې نه دی رامنځته کړی. نژادي تبعيض لا هم د امريکايانو پر وړاندې يو څرګند حقيقت دی.

که موږ يوه بله پېښه هم وګورو چې يوازې لس ورځې مخکې تېره شوې ده، په دې به پوه شو چې نژاد پرستي د امريکا د پوليسو او په عدليې سيستم کې شتون لري.

د امريکا مشر منصفه هيئت د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه اعلان وکړ، هغه پوليس چې د ده زور کارونه د افريقايي الاصله ډنيل پروډ د مړينې سبب شوې ده، له جنايي دعوا سره به مخامخ نه شي. د دې قضيې نتيجه د قانون له منګولو نه د امريکايي پوليسو  خلاصونه او خونديتوب بلل کيږي.

د بشري حقونو د مسئلو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړو زياتو پلټونکو او کارپوهانو د م م د بشري حقونو شورا د شپږ څلوېښتمې دورې په غونډه کې د ګډې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا له حکومت څخه وغوښتل چې د پوليسو د زور زياتي د مخنيوي لپاره دې د اصلاحاتو تدبيرونه غوره کړي او د نژادي توپير او نژادي تبعيض د ليرې کولو لپاره دې هڅې پياوړې کړي.

تېر کال د کرونا وبا تر سيوري لاندې نژادي تبعيض د امريکا ټولنه وېشلې ده. چين به په نژدې راتلونکي کې په ۲۰۲۰ کال په امريکا کې پر بشري حقونو د تيري پېښو راپور خپور کړي. د دې راپور د يوې خپرې شوې برخې له معلوماتو څخه ښکاريږي چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د افريقايي الاصله وګړو د اخته کېدنې انډول، په روغتونونو کې د افريقايي الاصله ناروغانو انډول او د افريقايي الاصله ناروغانو د مړينې انډول په جلا جلا توګه د سپين پوستو امريکايانو له دريو ځلو، پنځو ځلو او دوو ځلو سره برابر دی؛ د پوليسو له خوا د افريقايي الاصله وګړو د وژل کېدو احتمال د سپين پوستيو امريکايانو له دريو ځلو سره برابر دی.

په امريکا کې نور ملي لږکي له تبعيض او زيانونو سره هم مخ دي. په تېرو څو مياشتو کې په دغه هېواد کې پر اسيايي الاصله وګړو د زور زياتي پېښې زياتې شوې. يو ۹۱ کلن اسيايي الاصله په سړک کې د تګ په حال کې د يو نامعلوم سړي د ټېل وهلو کېدلو له امله پر ځمکې وغورځېده؛ ۵۱ کلن چينايي ښوونکی بس ته د انتظار کولو په وخت کې له بريد سره مخ شو؛ د چيني الاصله نامتو امريکايي باسکيټبال لوبغاړي لي شو هاو د سيالۍ په ميدان کې د سيال له خوا ورته د (( کرونا ويروس  )) خطاب شوی. د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال په نيويارک کې پر اسيايي الاصله خلکو د عقديي او د دښمنۍ جرمونو څخه د زيامن شوو شمېر د وړم کال په پرتله ۸۶۷ سلنه زيات شوی.

ولې له سلګونو کلونو راهيسې په امريکا کې نژادي توپير لا هم پر ځای دی او دا حالت لا هم د سختېدو په حال کې دی؟

د تاريخ له لحاظه، په امريکا کې د نژادي تبعيض مسئله او سپين پوستو امريکايانو ته د لومړيتوب حالت د غلامۍ له ختمېدو سره پای ته نه دی رسيدلی. سپين پوستي امريکايانو ته د لومړيتوب غوښتنه په دغه هېواد کې د نژادي برابرۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. د حقيقت له لحاظه، په دندو کې د امريکايي سياستوالو بې غوري او ناوړه کړه وړه د نژادي توپير د خپرېدو او سختېدو عمده سببونه دي. په تيره بيا د امريکايي تېر حکومت د واکمنۍ په موده کې امريکايي سياستوالو پر نورو باندې د خپل مسئوليتونو د اچولو لپاره څو ځلې د کرونا ويروس د (( چيني ويروس )) په نامه ياد کړی چې دا ناسمه کړنه د دغه هېواد په ټولنه کې د اسيايي الاصله خلکو پر وړاندې تبعيض راپارولی دی. بر سيره پر دې، د سياسي اختلافاتو د سختوالي له امله امريکايي سياستوال يوازې خپلو رايو ته پاملرنه کوي او د نژادي تبعيض مسئلې د حل نيت نه لري.  دوی په ټاکنو کې د ملي لږکيو د رايو د تر لاسه کولو لپاره يوازې له دغو خلکو سره ژمنې کړې، خو تشې ژمنې په خولو کې هماغسې پاتي شوي دي او نه دي عملي شوي.

د امريکايي سياستوالو ډېر بې شرمه کار دا دی چې دوی له يوې خوا د هېواد په دننه کې د نژداي تبعيض پر مسئلې باندې سترګې پټې کړې، له بلې خوا د بشري حقونو په پلمه په ګرده نړۍ کې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې څرګندې لاسوهنې کوي.