شي جين پينګ او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي
CRI2021-03-04 15:32:02
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېسيون ۴مه غونډه د مارچ په ۴مه نېټه پيل شوه. شي جين پينګ په تېرو څو کلونو کې د نوموړي کنفرانس په غونډو کې په ځانګړې توګه له برخوالو غړو سره کتنې کړي او په ګډه يې د هېواد د لويو چارو په اړه بحثونه کړي دي.

(( د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د زياتو ګوندونو د همکاريو او سياسي مشورو نظام د چين له بنسټيزو سياسي نظامونو څخه دی چې د چين د کمونېست ګوند، چينايانو، بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو او غير ګوندي شخصيتونو له خوا جوړ شوی او د هېواد له وضعيت سره سمون لرونکی د سياسي ګوندونو نوی نظام دی.  ))

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په ۲۰۱۸ کال کې د دوو ملي غونډو په موده کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديموکراتيک اتحاد، جه ګونګ ګوند او غير ګوندي شخصيتونو په مثبحوي ناسته کې په لومړي ځل (( د سياسي ګوندونو نوی نظام )) وړاندې کړ.

د نوموړي نوي نظام نوښت دا دی چې دغه نظام د ډېرو خلکو د ګټو استازيتوب کوي او د کمو وګړو او ډلو استازيتوب نه کوي؛ دغه نظام د ګډو موخو په پار بېلا بېل سياسي ګوندونه او غير ګوندي شخصيتونه په يوه مرکز راغونډولی شي.

ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د زياتو ګوندونو مهم همکاريز او سياسي مشورتي ارګان دی او د سياسي مشورو له لارې يې د يووالي پراخوالي، د زياتو ګوندونو د همکاريو د پياوړتيا او د ولسي ديموکراتيکو فعاليتونو د عملي کېدو په برخو کې مثبت رول لري. شي جين پينګ په زياتو غونډو کې له بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو او غير ګوندي شخصيتونو څخه هيله کړې چې د چين د کمونېست ګوند د ښه سلاکارانو، مرستيالانو او همکارانو په توګه د دولتي چارو د ښه تر سره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

(( د سياسي ګوندونو مشورتي نظام بايد په ښه توګه وکارول شي او د دولتي چارو پر وړاندې بايد په فعال او اغېزمن ډول مشورې تر سره شي، څو د مشورو له لارې ګډې نظريې، ګټور معلومات او انرژۍ راټولې شي. په مشورو کې بايد رښتيني معلومات او ګټور وړانديزونه وړاندې شي. ))

شي جين پينګ په ۲۰۱۷ کال کې د دوو ملي غونډو په ترڅ کې د پرمختګ ديموکراتيک ګوند، د بزګرانو او کارګرو ديموکراتيک ګوند او د (( جو سان )) ټولنې د غړو په مبحثوي ناسته کې ګډون کړی و. په ياده ناسته کې د دغو ګوندونو ګډونوال غړي د ښوونې، کلتور، روغتيا او طبي چارو، ساينس او تکنالوژۍ کارپوهان وو. شي جين پينګ د خبرو په ترڅ کې له دوی څخه وغوښتل، چې د هېواد د پرمختګ، د ملت د سمسورتيا او د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره دې فعال خدمتونه وکړي.

ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو سره سم تاسيس شوی او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په بېلا بېلو پړاونو کې يې مهم رول لوبولی دی. شي جين پينګ د دغه کنفرانس د جوړېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ په وينا کې د دغه کنفرانس د کارونو په اړه نوې غوښتنې وړاندې کړې دي.

(( د سوسياليستي مشورتي ديموکراسۍ د پرمختګ لپاره دې د دغه نظام غوره والی لا وځليږي. د مشورو لپاره دې د متقابل درناوي، برابرۍ، د مقرراتو د مراعات کولو، منظمو مشورو، ټولشموليت او زغم، صميميت او ورخلاصون په اساس ښه مشورتي فضا برابره شي. ))

روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر دی او د هېواد د پرمختګ په اړه دڅوارلسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو او د هراړخيز عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لومړی کال دی. چينايان دې ته سترګې په لار دي، چې شي جين پينګ به د روان کال د دوو ملي غونډو په ترڅ کې د ولسي سياسي شمورتي کنفرانس له غړو سره د کومو مسئلو په اړه بحثونه وکړي؟ څه ډول ګډې نظريې به تر لاسه کړي؟