د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چین او امريکا د خلکو ترمنځ دوستي د دواړو هېوادونو ترمځ اړيکو لپاره مهم بنسټ دی
CRI2021-03-04 09:59:14
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۳مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين او امريکا د خلکو ترمنځ دوستي تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم بنسټ دی. د امریکا پخواني حکومت او د چين ضد سياستوالو پر چين تور لګولی او د خلکو ترمنځ دوستي يې ويجاړې کړې.

د ګالوپ د نظر پوښتنې له مخې، د چين په اړه د امريکايانو د ښه نيت درجه به په تاريخ کې تر ټولو ټيټې درجې لوېدلې. وانګ ون بين وويل، په دې وروستۍ موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه ډېر نظر پوښتنې تر سره شوې. د شمېرنو له مخې، د ډېرو زياتو امريکايانو په اند، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتورونو تبادله بايد وساتل شي، ۷۲ فيصده ګډون کوونکي له دې څخه ملاتړ کوي چې امريکا دې په فعاله توګه له چين سره اقليمي همکارۍ تر سره کړي.

(فرشته)