امريکا له چين سره د سوداګرۍ يوې نوې نقشې ته اړتيا لري
CRI2021-03-04 09:30:45
شريکول:

د امريکا د سوداګريزو مرکچو دفتر پر ځايي وخت د مارچ په لومړۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د سوداګريزې اجنډا رپوټ او د ۲۰۲۰ کلنی رپوټ خپور کړ چې پکې د امريکايي حکومت سوداګريزه نقشه تصوير شوې ده. په دغو رپوټونو کې د څه دپاسه ۴۰۰ ځلو لپاره چين ياد شوی او ويل شوي چې د دغه هېواد نوی حکومت به له چين سره خپلې نامساوی سوداګرۍ سره د مقابلې لپاره هر ډول چلند وکاروي.

دغه ډول څرګندونې د اندېښنې وړ دي. ښکاره خبره ده چې په اوسني حالت کې چې نړيوال اقتصاد بايد ژر بيا اعاده شي، د چين پر ضد د امريکا ياده سوداګريزه تګلاره د هرکلي وړ نه ده. 

د دغو رپوټ جوړونکي بايد امريکايي بزګرانو ته غوږ ونيسي. د امريکا د کرنې وزارت د خبر له مخې، امريکايي بزګران په روان پسرلني کې دا پلان لري چې د لوبيا او جوارو د کرلو مساحت ۵٪ پراخ کړي. ځکه چې نړيواله سوداګري اوس مخ په پياوړې کېدو ده او د چين اړوندې اړتياوې ډېرې ښکاري. د امريکا د فوربس(Forbes) مجلې په قول په ۲۰۲۰ کال کې چين ښايي يو ځل بيا د امريکا تر ټولو لوی سوداګريز همکار وګرځي. 

د واشينګټن تګلاره جوړونکي بايد د امريکا د سوداګرۍ ټولنې(US Chamber of Commerce) او روديوم ډلې(Rhodium Group) يو څېړنيز رپوټ ته پام وکړي چې له مخې يې، که امريکا په مجبوريت سره په چين کې خپله مستقيمه پانګونه نيمه برخه کمه کړي، امريکايي پانګه اچوونکي ممکن هر کال د ۲۵ ميليارډو امريکايي ډالرو ګټې له لاسه ورکړي. 

ظاهراً اوسنۍ امريکا له چين سره يوې داسې نوې سوداګريزې نقشې جوړېدو ته اړتيا لري چې بازاري اقتصادي او ازادې سوداګرۍ قوانين پکې مراعات شي، له چين سره توپيرونه دې کنټرول کړي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي. 

( سيوږمۍ)