ترکیه: د کووېدـ۱۹ ضد د چين سينواک واکسين د خونديتوب ميزان ۸۳.۵ فيصده دی
CRI2021-03-04 11:28:52
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د عامو روغتيا وزير فحريتين کوکا د مارچ په ۳مه نېټه وويل، په دغه هېواد کې د چين د سينواک کمپنۍ د درېيمې دورې کلينيکي ازموينې د نتيجې له مخې، د دې کمپنۍ جوړ د کووېدـ۱۹ ويروس ضد واکسين ۸۳.۵ فيصده د خونديتوب ميزان لري او د سختو پېښو لپاره ۱۰۰ فيصده د خونديتوب ميزان لري.

د ترکیې د رسنيو د خبر له مخې، نوموړي دغې خبرې په همدې ورځ د ترکيې هکتيپ پوهنتون د اړوندې شمېرنې په حواله کړې.

(فرشته)