د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د مارچ په ۳مه نېټه خبر ورکړ چې حکومتي پوځ يې د ۲مې نېټې په شپه د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالي کې پوځي عمليات تر سره کړي، د طالبانو يو زندان يې مات کړ او ورڅخه يې ۳۴ تنه بنديان ازاد کړي. د دغې اعلاميې له مخې، د يادو عملياتو په ترڅ کې ۶ اورپکي وژل شوي او په ازاد شويو کسانو کې پوځيان، پوليس، حکومتي مامورين او ولسي کسان شامل دي.
د خبر تر خپرېدو پورې طالبانو په دې اړه هېڅ نه دي ويلي.
( سپوږمۍ)