نړۍ د چين له دوو غونډو څه هيلې لري؟
CRI2021-03-04 17:02:44
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دوې کلنۍ غونډې د چين د تګلارو جوړولو مهم ډګر دی. د روان کال د دوو غونډو مهم محتويات د څوارلسم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د راتلونکو هدفونو د سند سنجول او بحث کول دي. دغه سند په راتلونکو پنځو او پنځلسو کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لارښوونه کوي. د چين د حکومت په کاري راپور کې به د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هدفونو د ټاکلو او تطبيق په اړه ځوابونه ورکړل شي.

پرانيستی اقتصاد او ورخلاصون په روانو دوو غونډو کې د بهرنيو خبري رسنيو د پاملرنې وړ ټکي دي. په چين کې د اروپا د سوداګريزو موټرو د توليد شرکت د سکانيا عمومي مشر ماتس هاربورن په دې وروستيو ورځو کې ويلي، د چين حکومت د اقتصاد د اصلاحاتو او ورخلاصون د هڅونې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

نوښت په چين کې د اقتصادي پرمختګ يوه بله مهمه کلمه ده. د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون په پنځمه غونډه کې د څوارلسم پنځه کلن پلان د تصويبېدو پر مهال دې ته اشاره شوې چې پر نوښت ټينګار کول د چين د عصري ابادۍ په چاروکې مرکزي مقام نيسي. په روانو دوو غونډو کې په چين کې د نوښتونو په هکله تګلارې د بهرنيو خبري رسنيو د پاملرنې وړ دي.  

برسيره پر دې، د چين شين پرمختګ هم د زيات شمېر بهرنيو خبري رسنيو او څيړنيزو ادارو پاملرنه راجلب کړې ده. په دغو دوو غونډو کې به په روان کال او راتلونکو پنځو او پنځلسو کلونو کې د پرمختګ پلان د عملي کيدو کارونو په هکله معلومات ورکړل شي. دا به نړۍ ته د پرمختګ څه نوي فرصتونه ورسوي؟ د يو څرګند هدف او مشخص پلان لرونکی چين د نړۍ لپاره ثابت ځواک دی.