د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ په ۵مه نېټه د دغه هېواد د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د ۴مې کلنۍ غونډې د پرانيستلو په ناسته کې د حکومت کلنی کاري رپوټ وړاندې کړ. هغه په دې ترڅ کې څرګنده کړه، سږ کال به د چين پرمختګ له زياتو ننګونو سره مخامخ وي، خو د اوږدې مودې لپاره د چين د اقتصادي پرمختګ حالت به بدل نشي او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ښايي له ۶٪ نه زيات پرمختګ وکړي.
د دې تر څنګ د روان کال لپاره چين نور پرمختيايي موخې هم لري، د بېلګې په توګه په ښارګوټو کې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر له ۱۱ميليونو څخه واوړي، د اوسېدونکو لخوا د توکو مصرفي بيې لوړوالی په شاوخوا ۳ سلنه وساتل شي او د غلودانو توليدي اندازه ۶۵۰ ميليارډو کيلوګرامو ته ورسېږي.
( سپوږمۍ)