نړۍ د چين د دوو مجلسو له کلنيو غونډو څخه د کومو فرصتونه تمه کوي؟
cri2021-03-05 15:17:59
شريکول:

هر کال د چين د دوو مجلسو په کلنيو غونډو کې هميشه زياتې پاليسۍ اعلان کېږي، نو ځکه دغه کلنۍ غونډې د چين د څارنې لپاره د نړۍ يوه مهمه کړکۍ ده. د لاتينې امريکا خبري اژانس په يوه راپور کې دې ته اشاره کړې چې روان کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې  کليزې او د دغه هېواد د ۱۴م پنځه کلن پلان د پيل له کال سره برابر دی، نو د دوو کلنيو غونډو پرېکړې ډېرې مهمې دي. د نړيوال کېدو پر وړاندې، دا نه يوازې د چين لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم ستر اهميت لري.

"د اټکل څخه ګړندی وده" - دا په ۲۰۲۰ کال کې د چين د اقتصادي فعاليت په اړه د بهرنيو رسنيو ارزونه ده. د اوسني پيچلي او سخت اقتصادي وضعيت پر وړاندې ، نړۍ تمه لري چې د "چين انجن" کولی شي قوي خوځنده ځواک برابر کړي. په ځانګړي توګه د ورخلاصون ، نوښت او شين رنګ پرمختګ په برخو کې د چين د دغو غونډو لخوا خپرې شوې علامې کولی شي د نړۍ لپاره د ګډ پرمختګ لپاره لازيات فرصتونه رامنځته کړي.

روان کال د چين د يادو دوو کلنيو غونډو مهم محتويات د څوارلسم پنځه کلن پلان او تر د ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخو د مسودې سنجول او ورباندې بحث کول دي. دغه سند په راتلونکو ۵ او ۱۵ کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لارښوونه کوي. په عين وخت کې د تېرو کلونو په څير، د چين د حکومت په کاري راپور کې به د روان کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هدفونو د ټاکلو او تطبيق په اړه ځوابونه ورکړل شي.  رويټرز اژانس دې ته اشاره وکړه چې د حکومت کاري راپور او د ۱۴م پنځه کلن پلان مسوده به په روان کال کې د چين د دوو مجلسو په کلنيو غونډو کې تر ټولو ډېر د پاملرنې وړ مسئلې وي. د اټکل له مخې، د ۱۴م پنځه کلن پلان مسوده کې به تر ۲۰۲۵ کال پورې د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد کاري لومړيتوبونه وټاکل شي.

که څه هم د نوموړو سندونو مشخص محتويات به وروسته اعلان شي ، خو دا تمه کېدای شي چې په ۲۰۲۱ کال کې به د چين عمومي تګلارې دوام ، ثبات او پايښت وساتي او د پاليسۍ پلې کول به ډېر دقيق او مؤثره وي. ورخلاصون په روانو دوو غونډو کې د بهرنيو رسنيو د پاملرنې وړ ټکي دي. په چين کې د اروپا د موټرو د توليد شرکت د سکانيا عمومي مشر ماتس هاربورن په دې وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل چې د چين حکومت د اقتصاد د اصلاحاتو او ورخلاصون د هڅونې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د روان کال د دوو کلنيو غونډو لخوا خپاره شوي د ورخلاصون سويې د لا لوړولو معلومات بايد د بهرنيو شرکتونو لخوا په  احتياط مطالعه شي ترڅو د پراختيا لپاره نور فرصتونه ومومي. نوښت د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه بله مهمه کلمه ده. د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون په پنځمه غونډه کې د څوارلسم پنځه کلن پلان په اړه د وړانديز د تصويبېدو پر مهال دې ته اشاره شوې چې پر نوښت ټينګار کول د چين د عصري ابادۍ په چارو کې مرکزي مقام نيسي.د دوو مجلسونو په روانو کلنيو غونډو کې په چين کې د نوښتونو په هکله تګلارې د بهرنيو خبري رسنيو د پاملرنې وړ ټکي دي. برسيره پر دې، د چين شين پرمختګ هم د زيات شمېر بهرنيو خبري رسنيو او څيړنيزو ادارو پاملرنه راجلب کړې ده.

دا چې د روان کال د دوو مجلسو کلنۍ غونډې به د دې کال او راتلونکو ۵ او ۱۵ کلونو لپاره د پرمختګ پلانونه وټاکي ، محتويات به يې ژر اعلان شي.دا د ليدو وړ دي چې د پرمختګ کوم نوي فرصتونه به نړۍ ته راوړي.