د چين د واک تر ټولو لوړې مرجع، يعنې د ملي ولسي کانګرس د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې خپله کلنۍغونډه پيل کړه. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د حکومت سږنی کاري راپور وړاندې کړ چې د چین د حکومت د تېر ۲۰۲۰ کال د کارونو په اړه معلومات پکې راغونډ شوي دي.