د چين کمونېست ګوند د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړې
cri2021-03-05 12:05:21
شريکول:

د چين د جه جيانګ پوهنتون  د دوکتورا دورې افغان محصل جلال بازوان د تېر کال دوبي رخصتۍ په وخت کې بير ته خپل وطن ته ستون شوی. هغه څه موده مخکې په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلی:  د څلور لسيزو د پرانيستي، اصلاحاتو او ريفورمونو وروسته چين وتوانېدو چې اووه سوه ميلونه نه زيات وګړي له غربت څخه را وباسي. سږکال چين په خپل هېواد کې په مکمل ډول غربت ته د پای ټکی کېښودو او د ګانسو ولايت کې اخري هغه څو کلي چې تر تېر کال پورې د غربت تر کرښې لاندې يې ژوند کولو دا مهال له فقر څخه را ووتل. دا په انساني تاريخ کې د دومره لوی شمېر خلکو د فقر څخه د راويستو واقعي يو لوی او کرزمټيک کارنامه ده چې چين ترسره کړه. د هغې ورځې په هيله چې افغانان هم خپل اويا سلنه نه بره نفوس نه يوازې د فقر څخه راوباسي، بلکې د نورو سره هم مرسته وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي ولسي کانګرس راهيسې د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونه د دغه ګوند تر ټولو مهمه دنده ګرځيدلې وه چې بايد تر ۲۰۲۰ کال پورې د اوسني معيار له مخې په کليوالو سيمو کې بېوزله کسان ټول له بېوزلۍ څخه ووځي او مطلقه بېوزلي په پوره توګه له منځه يووړل شي، ټولې بېوزلې ولسوالۍ د بېوزلۍ خولې وباسي او د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په وخت کې په هراړخيزه توګه هوسا او سمسوره  ټولنه جوړه شي.

افغان ډاکټر جلال بازوان زموږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د برياليتوب په هکله د دغه هيواد د کمونېست ګوند د رول لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل، د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې د چين کمونېست ګوند کومې هڅې او هغه پايلې او نتيجې چې تر لاسه کړي دي، په انساني تاريخ کې د انسانانو لپاره يو ډېر غټ خدمت شوی دی. د دې ښکارندويي کوي چې د چين کمونېست ګوند په واقعي ډول هغه ژمنې چې له خلکو سره کړې وې، يا هغه د کمونيزم شعار  چې کور کالي ډوډۍ ده  هغې ته واقعي ژمنتيا لري،  دغه ژمنه يې له خپل ولس سره پوره کړه. لکه يو بل کارپوه چې ويلي، زه ډېر ورسره موافقه کوم: د چين کمونېست ګوند د چين تهذبي ګوند دی ځکه چې د چينايانو د ژوند سطحه په بل هيڅ دور کې دومره نه وه ښه شوې، لکه د کمونېست ګوند د تېرو څلوېښتو کلونو پرانيستنې او اصلاحاتو په دور کې چې د چينايانو ژوند ته يې بدلون ورکړ.

د بېوزلۍ له منځه وړل د چين د کمونېست ګوند افتخار او ستره دنده ده!  په بېلا بېلو ځايونو کې په مختلفو کچو د کمونېست ګوند غړو د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې د زړه له کومې ولسونو او خلکو ته خدمتونه کړي دي او د خلکو د خوښې اندازې د خپلو کارونو معيار ته يې کتلي دي. د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د چين د ملت د تاريخ يوه نوې پاڼه خلاصه کړه چې په همدې ورځ په بېجينګ کې په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه تر سره شوه او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په کې اعلان وکړ،  چې په چين کې د بېوزلۍ ضد بې سارې او سخته مبارزه بريالې شوه!

افغان ډاکټر جلال خان ويلی، څه دپاسه اووه ميليونه خلک د بېوزلۍ او غربت څخه راوستل په انساني تاريخ کې يو لوي کارازمټيک او معجزه يي کارنامه ده.  د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې د چين د کمونېست ګوند کومه مجادله چې له بېوزلۍ سره وکړه او خلکو يې د غربت له کرښې راوويستل، دا دوی ټينګ هوډ او ژمنتيا ښيي، او خپل وطن او خلکو ته د دوی پر وفادرۍ باندې دلالت کوي.