د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په مصر کې د چين سفير او په عرب ليګ کې د دغه هېواد استازي لياو لي چيانګ د مارچ په ۴مه نېټه د عرب ليګ له مرستيال سرمنشي حسام زکي سره په قاهره کې د چين لخوا مرسته شوي واکسين د تسليمولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
چيني سفير لياو لي چيانګ د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د چين لخوا د عرب ليګ دارالانشاً ته د کرونا وبا ضد واکسين برابرول د کرونا وبا ضد د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ګډې مبارزې د اعلاميې د پلې کولو او د دواړو خواوو د روغتيا ګډې ټولنې د جوړولو لپاره واقعي کړنې دي.
د عرب ليګ مرستيال سرمنشي حسام زکي له چين څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل، د چين له يادې مرستې څخه د دواړو خواوو دوستۍ ته د چين زياته پاملرنه ښکاري.
( سپوږمۍ)