چين به په ۲۰۲۱ کال کې نړيوالو همکاريزو اړيکو ته مثبت پرمختګ ورکړي
CRI2021-03-05 11:35:04
شريکول:

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۴مه کلنۍ غونډه د مارچ په ۵مه نېټه پرانيستل شوه. دغې کلنۍ غونډې ته د حکومت په وړاندې شوي کاري رپوټ کې ويل شوي چې چين به په ۲۰۲۱ کال کې د خپلواکۍ او سولې ډيپلوماتيکو تګلارو ته دوام ورکړي، نړيوالو همکاريزو اړيکو ته به مثبت پرمختګ ورکړي، د انسانانو او نړيوالو اړيکو ګډ برخليک ټولنې ابادي به پرمخ بوزي، ورخلاصون او همکارۍ ته به دوام ورکړي، پر لا عادلانه او مناسب لوري د نړيوال اداري سيتسم د ګام پورته کولو لپاره به هڅې وکړي، نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ به ژورې کړي او د ساري ناروغيو د وقايې او مخنيوي په اړوندو همکاريو کې به مثبت ګډون وکړي. چين هيله لري چې له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي، مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ په سوله کې ګډ ژوند او پرمختګ وکړي، له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره لاسونه يو کړي او د نړيوالې سولې و سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

( سپوږمۍ)