د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان (COVAX) ۲۰ هېوادونو ته له ۲۰ مليونو دوزو نه زيات واکسينونه برابر کړي دي
CRI2021-03-06 14:19:13
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مارچ په پنځمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان (COVAX) ۲۰ هېوادونو ته له ۲۰ مليونو دوزو نه زيات واکسين برابر کړي دي. نوموړي زياته کړه، که څه هم د دغو واکسينونو شمېر له اړتياوو څخه ډېر کم دی او غوښتنه يې وکړه چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د توليدي اندازې د لوړوالي لپاره دې بېړني ګامونه پورته شي.

تدروس پر ځايي وخت د مارچ په پنځمه نېټه د کرونا وبا په اړه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې کواکس د ګانا، انګولا، کمبوديا او هند په شمول ۲۰ هېوادونو ته له ۲۰ مليونو دوزو نه زيات واکسينونه ورکړي دي او په راتلونکي اوونۍ کې به نورو ۳۱ هېوادونو او سيمو ته ۱۴ مليونه او ۴۰۰ زره دوزه ورکړي.

نوموړي همدارنګه وويل، چې د کواکس له لارې تر لاسه شوي واکسينونه يوازې د دغه پلان د برخوالو هېوادونو له ۲ سلنې څخه تر ۳ سلنې پورې نفوس لپاره بسنه کوي، نو د واکسين د توليدي اندازې د لوړولو لپاره دې بېړني ګامونه پورته شي.