د چين د پرمختګ موخه
CRI2021-03-06 15:46:53
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه د مارچ په پنځمه نېټه پرانيستل شوه. غونډې ته د حکومت وړاندې شوي کاري رپوټ په تېر يو کال او پنځو کلونو کې د پرمختګ د لاسته راوړنو معلومات او په روان کال کې د مهمو دندو او د هېواد د پرمختګ په اړه د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د عمده موخو په اړه ترتيبات څرګند کړي دي. دغه رپوټ نه يوازې د چين د اوسني وضعيت سره سمون لري، بلکې ليرې او د راتلونکې په اړه نظر هم لري او دا ترې څرګنديږي چې چين د اقتصادي پرمختګ په برخه کې نه يوازې د اندازې او شاخص زياتوالی غواړي، بلکې د کيفيت لوړوالي ته هم جدي پاملرنه کوي.

چين د ۲۰۲۱ کال دا موخه ټاکلې ده چې د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي انډول به تر ۶سلنې لوړ وي. د دې موخې د ټاکل کېدو په بهير کې د چين پر وړاندې کورني او بهرني حالتونه په پوره توګه په نظر کې نيول شوي دي او دا موخه د چين اقتصاد له حقيقت سره سمون لري چې ثابت او سالم پرمختګ ته دې لومړيتوب ورکول شي.

د پام وړ ټکی دا دی چې که څه هم د روان کال ټاکلې موخه د کرونا وبا له رامنځته کېدو مخکې د ټاکلې موخې سره برابره ده چې دواړه تر ۶ سلنې زياتې وي، خو د موخو د ټاکل کېدو پر وړاندې عمومي اقتصادي وضعيتونه يې بېل دي. ځکه تېر کال چين په نړۍ کې يوازېنی هېواد و چې مثبت اقتصادي پرمختګ يې رامنځته کړی دی، نړيواله ټولنه د چين اقتصاد د سږني پرمختګ په اړه لا د خوشبينۍ رويه لري، خو اوسمهال په نړۍ کې ناارامۍ شتون لري او چين د پرمختګ په نوۍ مرحله کې اصلاحاتو ته اړتيا لري، نو چين ياده موخه ټاکلې ده چې د دغې موخه ټاکنه معقوله ده او د هېواد له رښتينو اړتياوو سره برابره ده.

د پام وړ خبر دا دی، د چين حکومت سږني کاري رپوټ يو ځل بيا  دا تائيد کړې چې عمومي تګلارې به په مسلسله، ثابته او دواملرونکې توګه پلې شي او ناڅاپي او لوی بدلونونه به رامنځته نه شي. بر سير پر دې، چين به په زياتو مهمو برخو کې د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره هڅې وکړي. د بېلګې په توګه، په مهمو برخو کې به اصلاحات پياوړې شي، د نوښت له لارې به د شرکتونو باکيفيته پرمختګ رامنځته شي، د کورنيو اړتياوو د زياتوالي پر ستراتيژۍ به ټينګار وشي، د لوړې کچې ورخلاصون به وهڅول شي، د بهرنۍ سوداګرۍ او پانګونې د کيفيت د لوړوالي لپاره به هڅې وشي او د ککړتياوو مخنيوی او د چاپيريال ساتنه به پياوړې شي.

د ورخلاصون د پياوړتيا او په نړيوالو اقتصادي همکاريو کې د لا فعاله او اغېزمن ګډون په اړه د چين د ژمنې له امله به د چين بازار په لا پراخو ساحو کې د نړۍ پر مخ پرانيستی اوسي او ټولو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.

تېر کال د چين عمومي اقتصادي اندازه له ۱۰۰ زره ميليارډو يوانو څخه اوښتې چې دا رقم په نړيواله اقتصادي اندازه کې له ۱۷ سلنې نه زياته برخه نيولې ده. روان کال د هېواد د پرمختګ په اړه د څوارلسم پنځه کلن پلان له پيل سره برابر دی او چين به د خپلو کارونو ښه تر سره کولو ته لا زياته توجه او انرژۍ ورکړي او د نړيوال اقتصاد په ثبات کې به مثبت رول ولوبوي.