چين د اقتصادي پرمختګ په اړه د ۶ سلنې لوړوالي موخې د ټاکلو لاملونه
cri2021-03-06 17:56:44
شريکول:

 

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۴مه کلنۍ غونډه د مې په ۵مه نېټه په پلازمينه بېجينګ کې پرانيستل شوه او د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په حکومتي راپور کې دا څرګنده شوې ده چې سږ کال به د چين اقتصادي زياتوالی ۶ سلنې ته لوړ شي. په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا له امله د نړۍ د ډېرو هېوادونو اقتصادونه سخت زيانمن شوي دي، دغه شمېر ډېر د حيرانۍ وړ دی. نو ولې چين د اقتصادي پرمختګ دغه موخه ټاکلې ده؟ د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر هه لي فنګ، د ماليې وزير ليو کون او د کرنيزو او کليوالو چارو وزير تانګ ژن جيان دغې پوښتنې ته ځواب ورکړ.

د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مشر هه لي فنګ وویل، تېر کال د کرونا وبا تر منفي اغېزې لاندې، د چين په شمول ټول هېوادونه له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي، خو چين د تېر کال تر پايه پورې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ۲.۳ سلنه زياتوالی تر لاسه کړی دی او په خپل هېواد کې د نسبي بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه يې پوره کړې ده. اوس په نړۍ کې اقتصادي وضعیت پيچلی دی او د بې ثباتۍ عوامل لا هم زيات دي. خو د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې اقتصادي شمېرې ښيي چې د چين اقتصاد د تېر کال له پای څخه د عادي کېدو ښه تمايل ساتلی دی، په دغو دوو مياشتو کې د چين صادراتي ارزښت ښايي له ۵۰ سلنې زيات وي. له دې څخه ښکاري چې د چيني تصديو له حالاتو سره سم د خپلو تدبیرونو د تنظيمولو پياوړی توان لري، د چين اقتصاد له ننګونو سره د مقابلې پياوړی توان لري او د پرمختګ پياوړې قوه لري. نو موږ د سږنۍ موخې د پوره کولو لپاره کافي باور او توان لرو.

د ماليې وزير ليو کون وويل، تېر کال په داسې حال کې چې د چين زياتره تصدۍ د کرونا وبا له امله تر سختې منفي اغېزې لاندې وې، د چين حکومت د تصديو د مالياتو د کمولو په اړه يو لړ تکلارې تطبيق کړې چې په عمومي توګه څه باندې ۲۶۰۰ ميليارډه يوانه ماليات يې کم کړي دي. سږ کال د مالياتو کمول لا هم د تصديو عايداتو او د روزګار د ساتلو او د بازار د ستونزو د ليرې کولو لپاره مهم تدبير دی، نو دغه تګلارې به په دوامداره توګه پلې شي.

د کرنيزو او کليوالو چارو وزير تانګ ژن جيان وويل، زموږ هېواد ۱.۴ ميليارډه نفوس لري، نو د غلو دانو خونديتابه مسئله ډېره مهمه ده. په تېره بيا تېر کال ځينو هېوادونو د غلو دانو صادراتو د محدودولو له امله، دغه مسئله لا د پاملرنې وړ ده. دغه وزارت د غلو دانو د ښه پرمختګ د ملاتړ لپاره يو لړ تګلارې تطبيق کړې دي، مثلاً له بزګرانو څخه د وريژو او غنمو د عمومي اخيستلو بنسټيزه بيه د تېر کال په نسبت لا لوړه ټاکل شوې ده، د لوړ معیار لرونکو کرنيزو ځمکو جوړونه هڅول شوې ده او داسې نور. نوموړي زياته کړه، په چين کې د غلو دانو حاصلات د مسلسلو ۱۷کلونو لپاره تر لاسه شوي او په دې وروستيو ۶ کلونو کې د غلو دانو حاصلات هر کال له ۶۵۰ ميليارډو کيلو ګرامو څخه لوړ ساتل شوي دي. د غلو دانو خونديتوب تأمين زموږ په هېواد کې د اقتصادي زياتوالي موخې د پوره کېدو يو مهم بنسټ دی.