چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د هانکانګ په چارو او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي
CRI2021-03-06 13:09:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۵مه نېټه وويل، چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو اصول رعايت کړي او د هانکانګ په چارو کې او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه دې بنده کړي.

د خبر له مخې، د مارچ په ۵مه نېټه بلاروس د ۷۰ هېوادونو په استازيتوب د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په ۴۶مه غونډه کې په وينا کې د هانکانګ مسئلې په برخه د چين له دريځ او تدبيرونو څخه ملاتړ وکړ، له لوېديځو هېوادونو سره يې مخالفت وکړ چې د هانکانګ مسئلې په بهانه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

وانګ ون بين وويل، زياترو پرمختيايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په ياده غونډه کې په يووالي سره د عدالت غږ پورته کړ، دا د دې ښکارندويي کوي چې انصاف هر چېرې د خلکو زړونه ګټلی شي. چين د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو د ساتنې په برخو کې، په يو هېواد کې د دوو نظامونو د ساتنې په برخه کې او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتنې په برخه کې پر خپل دريځ ډېر ټينګ ولاړ دی.

وانګ ون بين وويل، هانکانګ د چين دی او د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي. هيڅ هېواد، سازمان يا شخص پکې لاسوهنې حق نه لري.