د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال مشر وانګ چون د مارچ په پنځمه نېټه د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې د پيل په غونډه کې د هانکانګ د ټاکنو نظام د بشپړوالي د پريکړه ليک مسودې په اړه معلومات وړاندې کړل چې پکې د هانکانګ د ټاکنو نظام د بشپړولو په اړه د چين د لوړ واکمن تقنيني ارګان بنسټيز اصول او عمومي نظريې څرګندې شوې.
د تېرو څو کلونو هغه وضعيت ته په کتو سره چې د چين ضد اغتشاش کوونکو د امريکايي او لويديځو کړيو تر ملاتړ لاندې د هانکانګ د ټاکنو کنترول د خپلو ناوړه غرضونو په موخه کړي، دې حالت موږ په دې پوه کړي يو چې د هانکانګ خاصې اداري سيمې د ټاکنو نظام بشپړول د چين ملي ولسي کانګريس د کلنۍ غونډې په اجنډا کې مهم او لازمي کار دی.
د هانکانګ د ټاکنو په روان نظام کې ځينې کمزورۍ او نيګړتياوي شته دي او نه شي تامينولی چې د ټاکنو نوماندان د وطن پرستۍ له معيار سره برابر دي، د چين ضد اغتشاش کوونکو او له چين څخه د هانکانګ جلا غوښتونکو له دغو کمزورو ټکو څخه په استفادې سره د ټاکنو له لارې د هانکانګ په اداري څانګو کې دندې اخيستې دي. دغه ناوړه عمل چين ته د منلو وړ نه دی.
د وطن پرستانو له خوا د هانکانګ اداره کول د دې سيمې د دايمي آرامتيا او ثبات د خونديتوب لپاره مهم رول لري، نو د هانکانګ د ټاکنو نظام د بشپړوالي د پريکړه ليک مسودې په اړه معلوماتو کې پنځه بنسټيز اصول بيان شوي دي. په دغو اصولو کې د (( يو هېواد )) پر اصل ټينګار کول او د (( دوو نظامونو )) د توپيرونو درناوی کول څرګند شوي او دا تأمينوي چې مرکزي حکومت د هانکانګ خاصې اداري سيمې د کنترول او ادارې پوره حاکميت لري، بلکې د دې سيمې د خپلواکې ادارې لوړ واک درناوی او خونديتوب لري.