د امريکا د سنا مجلس د ۱۹۰۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت يو اقتصادي مرستندويه پلان تصويب کړ
CRI2021-03-07 14:31:33
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سنا مجلس د مارچ په ۶مه نېټه د رايګرۍ له لارې د ۱۹۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت يو اقتصادي مرستندويه پلان تصديب کړ. دغه پلان به د عوامو مجلس ته هم د تائيد لپاره وړاندې شي او يو ځل بيا به پرې رايګري وشي.

ياد اقتصادي مرستندويه پلان د پخوانۍ نسخې په پرتله، له بېکارو خلکو سره د مالي مرستو په برخه کې د هرې اوونۍ مرستندويه مالي اندازه له ۴۰۰ ډالرو څخه ۳۰۰ ډالرو ته ټيټه شوې ده او دغه مرستندويه پيسې به د سپتمبر ۶مې نېټې پورې دوام ولري. په عين وخت کې په دې پلان کې هغه غوښتنه لېرې شوې ده چې د فيډرالي تر ټولو ټيټ معاش د هر ساعت له ۷.۲۵ ډالرو څخه ۱۵ ډالرو ته لوړ شي. د عوامو مجلس به د روانې مياشتې په ۹مه نېټه په دې اړه رايګري وکړي.