د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملياتو کې ۸ ترهګر ووژل
CRI2021-03-07 14:10:54
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د مارچ په ۶مه نېټه وويل، چې امنيتي پوځ د دې هېواد په شمالي وزيرستان کې د ترهګرۍ ضد دوو عملياتو په ترڅ کې ۸ ترهګر وژلي دي.

د پاکستان د لوی درستيز مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې وويل، امنیتي پوځ د شمالي وزيرستان په دوو سيمو کې د ترهګرو په پټنځايونو کې ۸ ترهګر وژلي دي چې پکې ۳ مشران هم دي. امنيتي پوځ په يادو پټنځايونو کې ګڼ شمېر وسلې هم پيدا کړې دي.

په ياده اعلاميه کې دا يادونه نه ده شوی چې ياد دوه عمليات څه وخت تر سره شوي دي.