ولې۷۰ هېوادونو په ګډه د هانکانګ چارو په اړه د چين له دريځه ملاتړ څرګند کړی؟
CRI2021-03-07 11:09:09
شريکول:

د مارچ په پنځمه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۶مه غونډه کې بلاروس د ۷۰ هېوادونو په استازيتوب په ګډه وينا کې د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د چين د يو هېواد او دوو نظامونو له تګلارې څخه يو ځل بيا ملاتړ څرګند کړی او پر دې يې ټينګار وکړ چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او نور هېوادونه بايد پکې لاسوهنه ونه کړي. بر سېر پر دې، له ۲۰ زياتو هېوادونو په دغه غونډه کې د د خپلو ځانګړو ويناوو له لارې د هانکانګ چارو په اړه د چين له دريځ او تدبيرونو څخه ملاتړ څرګند کړ.

زياتو هېوادونو د عدالت غږ پورته کړی او له دې دا څرګنديږي چې د هانکانګ په چارو کې د چين پاليسي د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی. د چين ضد هغو لويديځو کړيو لپاره صحنه د تنګېدو او وړېدو په حال کې ده چې د هانکانګ چارو په وسيله د چين د پرمختګ مخنيوی کول غواړي.

هانکانګ د چين حکومت تر حاکميت لاندې يوه خاصه اداري سيمه ده، نو د هانکانګ په چارو کې د بهرنيو کړيو لاسوهنه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او دغه عمل د ملګرو ملتونو د منشور له روحيې او د نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه څرګنده سرغړونه ده. د ۷۰ هېوادونو دغه عمل چې د م م د بشري حقونو په غونډه کې يې د هانکانګ چارو په اړه د چين له دريځ او تدبيرونو ملاتړ څرګند کړ، د م م د منشور او د نړيوالو اړيکو د اصولو درناوی او ساتنه ده.

بر سېره پر دې، نړيوالې ټولنې هم د هانکانګ واقعي وضعيت له مخې په دغه سيمه کې د چين حکومت د (( يو هېواد او دوو نظامونو)) له تطبيق څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د چين لخوا د هانکانګ د حاکميت د دوباره تر لاسه کولو وروسته هانکانګ د مرکزي حکومت تر اغېزمن ملاتړ لاندې د نړيوال ازاد بندر او د ګمرکي مالياتو ځانګړې سيمې مقام ساتلی او ګردې نړۍ ته يې همکاريز فرصتونه برابر کړي دي. دا له دې څخه په پوره توګه معلومه شوې چې (( يو هېواد او دوه نظامونه )) د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د خونديتوب تر ټولو مناسب ترتيب دی.

خو ځيني لويديځ هېوادونه د هانکانګ پرمختګ او سمسورتيا نه غواړي او په دې سيمه او چين کې د ناآرامۍ د رامنځته کولو لپاره يې د تش په نوم بشري حقونو، ډيموکراسۍ او ازادۍ په پلمه هانکانګ ته تور لاسونه اوږد کړي دي. تېر کال په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتلو قانون له تطبيق وروسته، هانکانګ ګام په ګام له سياسي ګډوډيو څخه وتلی دی او ټولنيز نظام يې ورځ په ورځ د ثبات په حال کې دی چې دا د هانکانګيانو او نړيوالې ټولنې عمده هيله ده.

له تېرو څو کلونو راهيسې زياترو هېوادونو په نړيوالو غونډو او فعاليتونو کې غږ پورته کړی، د هانکانګ چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د لويديځو هېوادونو له لاسوهنې سره يې مخالفت کړی او د چين له اړوند دريځ او تدبيرونو څخه يې ملاتړ کړی دی. د تېر کال په جون کې د م م د بشري حقونو شورا په ۴۴مه غونډه کې کيوبا د څه باندې ۵۰ هېوادونو په استازيتوب د ګډې وينا له لارې د هانکانګ د ملي امنيت د ساتلو قانون له تصويب څخه ملاتړ څرګند کړ. د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې د درېيمې کمېټې په مباحثوي غونډه کې ۷۵ هېوادونو د هانکانګ چارو په اړه له چين څخه ملاتړ څرګند کړ.

اوس د چين د تر ټولو لوړ واکمن ارګان عمومي کلنۍ غونډه په بېجينګ کې روانه ده او د غونډې په اجنډا کې يو مهم کار د هانکانګ د ټاکنو نظام د بشپړوالي د پريکړه ليک مسودې ارزونه هم ده. که نوموړې مسوده تصويب شي، په هانکانګ کې د ټاکنو نظام نيمګړتياوي او کمزوري ځايونه به اصلاح او ترميم شي، څو دا تامين شي چې د دې سيمې د ادارې واک د هېواد پالونکو په لاسونو کې دی. دا به د هانکانګ د دايمي آرامۍ او ثبات ساتلو او د (( يو هېواد او دوو نظامونو )) پاليسۍ د دايمي تطبيق ته لا خونديتوب ورکړي.