د ايران ولسمشر له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله تړون دوباره پلی کړي
cri2021-03-08 12:43:42
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران ولسمشر حسن روحاني د مارچ په اوومه نېټه د ايرلنډ د بهرنيو چارو له وزیر سيمون کويني سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې ايران د خپل هېواد د ذروي تړون د ساتلو لپاره هڅې کړې او کوي يې. په دې ترڅ کې ايران داسې يوازينی هېواد دی چې د دې لپاره يې لوړه بيه ورکړې. دغه حالت بايد ختم شي. هغه له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې پر ايران باندې بنديزونه لغوه کړي او بېلا بېلې خواوې دې د م م د امنيت شورا ۲۲۳۱ م نمبر پرېکړه ليک پلی کړي تر څو د ايران ذروی تړون اعاده شي. په عين وخت کې روحانی د اروپا پر اړوندو هېوادونو نيوکه کړې چې د ياد تړون د پلي کولو په برخه کې يې کړې ژمنې نه دي پوره کړې. هغه زياته کړه چې له دغو هېوادونو سره د توپيرونو د لېرې کولو تر ټولو ښې لارې چارې دا دي چې د متقابل درناوي پربنسټ دې خبرې اترې تر سره شي او د اړوندو ګواښونو او فشارونو مخنيوی دې وشي.(غاټول)