شي جين پينګ: د چينګ های ولايت د یو شو سيمې د ښې راتلونکې لپاره کار وشي
cri2021-03-08 12:35:35
شريکول:

د مارچ د اوومې نيټې په مازديګر د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په څلورمې غونډې کې د چینګ های ولايت د ګډوال پلاوي د ارزونې او بحثونو په غونډه کې برخه واخيسته.

هغه د دې ولايت د يو شو سيمې له استازي جا شي دو جي سره د نظريو د تبادلې په ترڅ کې وويل چې خلکو په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې او د بې وزلۍ د له منځه وړلو له لارې پر دې پوه شوي دي او زمونږ د ګوند پاملرنه او ځواک يې د ولس پر وړاندې احساس کړی. نو د يو شو راتلونکې به هم لا ښه او نيکمرغه وي. د يو شو خلک تل زما په زړه کې دي.

د ۲۰۱۰ کال په جون کې شي جين پينګ د يو شيو په زلزله ځپلې سيمه کې د ځايي وګړو د حال و احول پوښتنه کړې وه.(غاټول)