درواغجنې خبرې او پروپاګند په شينجيانګ کې د بشري حقوقو د تأمينولو لاس ته راوړنې نه شي پټولی
CRI2021-03-08 17:20:50
شريکول:

په دې وروستۍ موده کې د امريکا په شمول ځينو لويديځو هيوادونو څو څو ځلې د چين د شينجيانګ پر چارو تور لګولی او په دې توګه يې غوښتې دي چې د بشري حقوقو په پلمه چين له فشارونو سره مخ کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اوومه نېټه د دغه هيواد د دوو ملي غونډو په خبري ناسته کې په دې هکله څرګند غبرګون وښود چې په شينجيانګ کې د تش په نامه د نژادي ټولوژنې ګونګوسې بيخي بې منطقه خبره ده او د ځينو بد نيت لرونکو کسانو لخوا جوړ شوي دروغ دي.

 وانګ يي په خبري ناسته کې د فرانسې د مشهور ليکوال ماکسيم ويواس نوی کتاب (د اويغوري قوم د جعلي خبرونو پای) ياد کړ. په دغه کتاب کې ليکل شوي هغه کسان چې شينجيانګ ته هيڅکله نه دي تللي، دغسې جعلي خبرونه يې جوړ او خپاره کړي دي. د لويديځو هيوادونو خلک د دغه کتاب له لارې لا زيات رښتيني معلومات او حقايق تر لاسه کولی شي.  د دغه کتاب زيات شمېر اخيستونکي د فرانسې د امازون په پاڼه کې د دغه کتاب پنځه ستوريزه ستاينه وکړه او په جلا جلا توګه يې کومېنټونه کړي دي چې دا د واقعيتونو او حقيقت پر بنسټ ولاړ کتاب دی او په عادي وخت کې د ځينو خبري رسنيو لخوا له خپرو شويو جعلي خبرونو سره څرګند توپيرونه لري.

د درواغجنو خبرو او ګونګسو جوړول او خپرول  او رياکارانه نندارې تر سره کول د چين ضد د ځينو لويديځو هيوادونو لخوا پر شينجيانګ باندې د دوی لخوا د تور لګونې عمده طريقې دي. د لويديځو هيوادونو ځينو څانګو او شخصيتونو د ايډيالوژۍ او نظريو د تعصب او د شينجيانګ د چارو له لارې د چين د پرمختګ د مخنيوي په هدف شينجيانګ ته د نه تللو او د هيڅ شواهدو او مرارکو د نه لرلو په حال کې يو لړ درواغجنې خبرې له ځانه جوړې کړې.  د لويديځو هيوادونو ځينو خبري رسنيو او سياستوالو د دغو دروغو په اخيستلو سره ورته سياسي رنګ ورکړی او په نړيواله ټولنه کې يې ورته لمن وهلې او خپرې کړې دي  تر څو د شينجيانګ امنيت او ثبات خراب کړي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

  ياد کتاب نه پر ته د امريکا د ګري زون (The Grayzone) په خبري وېبسايټ کې هم څو څو ځلې د تحقيقاتو نتيجې خپرې کړې او د واقعيتونو او شميرنو له لارې يې د چين ضد د ځواکونو لخوا جوړ شوي د شينجيانګ په هکله درواغ افشا کړي دي.  د دغه وېبسايټ عمومي اېډېتر ماکس بلومينتالMax Blumenthal په دې وروستيو ورځو کې د چين د مډيا ګروپ خبريالې ته وويل، د جرمن پوه ادريان زينزAdrian Zenz) چې د چين ضد کار کوي، د شينجيانګ په اړه د تش په نامه يو راپور ليکلی چې محتويات يط هيڅ بنسټ او اساس نه لري. په دغو دروغو کې د تش په نامه نژادي ټولوژنې د حيرانۍ وړ دي. خو په حقيقت کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په شينجيانګ کې د اويغوريانو شمېر څه دپاسه يوه چند زيات شو او له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم شمېر پنځه ويشت سلنه زيات شوی او دا شمېر د هان قوم شمېر د زياتوالي په پرتله څه دپاسه دوولس چنده زيات دی. پوښتنه دا ده چې دا  څه ډول نژادي ټولوژنه ده؟ پر چين دغه تور لګول هيڅ شواهد نه لري. په حقيقت کې په ځينو لويديځو هيوادونو کې ځيني سياستوال لومړي بايد د خپل هيواد په اړه فکر وکړي چې څه جرمونه په کې لري. د نژادي ټولوژنې خبرې د يادونې په وخت کې خلک دا يادوي چې په شپاړسمې پيړۍ کې د شمالي امريکا هنديان، په نولسمه پيړۍ کې د افريقا تور پوستي غلامان، په شلمه پيړۍ کې يهوديان د نژادي ټولوژنۍ له ستونزو سره مخ شوي وو او حتی تر اوسه په استراليا کې اصلي اوسيدونکي د خطر او مقابلې په حالت کې دی.

په شينجيانګ کې د بشري حقوقو حالت ښه دی که نه؟ د خلکو ژوند رښتينې بڼه  د ټولو لپاره يوه هنداره ده. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په شينجيانګ کې د منځنۍ کچې د اوسيدونکو عايدات ډېر زيات شوي چې زياتوالی يې اته اعشاريه شپږ سلنې ته رسيدلی دی. هر ځای ته يې سړکونه غزول شوي دي، هر تن کار او ښه دوزګار لري او په هره مياشت کې عايدات لري چې په دغه سيمه کې د کارونو د ضمانت تګلارو اغيزې او د بشري حقوقو پرمختګ ښه شوی دی او دا د نړيوالې ټولنې يوه ګډه پيژندنه ګرځيدلې ده.