وانګ يي : سرحدي مسئله د چين او هند تر منځ اړيکې نه شي تعريف کېدای
cri2021-03-08 11:31:08
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه په بېجينګ کې وويل، سرحدي مسئله پخوانۍ تاريخي مسئله ده او له دې څخه د چين او هند تر منځ اړيکې نه شي تعريف کېدای. دواړه خواوې بايد خپلمنځي اختلافات کنټرول کړي، همکارۍ دې پياوړې کړي او د سرحدي مسئلې د حل و فصل لپاره دې ګټوره صحنه برابره کړي. د چين او هند تر منځ اړيکې په اصل کې د نړۍ د تر نورو لويو پرمختيايي هېوادونو تر منځ اړيکې دي، يو د بل سره ښه ګاونډيتوب او ګډه سمسورتيا د دواړو خواوو پر غاړه ګډه دنده ده. چين او هند پراخې ګډې ګټې او د همکارۍ ستر بلقوه فرصت لري، دواړه هېوادونه دوستان او همکاران دي، نه رقابت کوونکي او دښمن دي. دواړه خواوې دې يو د بل د بريالي کېدو لپاره کوښښ وکړي، يو د بل په انکشافي لاره کې خنډ اچول سمه لاره نه ده. (شکريه)