د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان حکومت د مارچ په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد په لويديځ او جنوب کې يې پوځي عمليات تر سره کړل او په ترڅ کې يې د طالبانو لږ تر لږه ۲۱ اورپکي وژل شوي.
د د دغه هېواد په لويديځ د هرات ولايت حکومت د مارچ په ۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار د طالبانو څو اورپکو د تلاشۍ پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې نښته رامنځته شوه او ۱۱ اورپکي يې وژل شوي دي.
د هلمند ولايت د پوليسو ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حکومتي پوځ په همدې ورځ د طالبانو پر پټنځايونو عمليات تر سره کړل او لږ تر لږه ۱۰ اورپکي ووژل او ۴ تنه يې ټپيان کړل.
( سپوږمۍ)