د کرونا وبا ضد پر چيني واکسين باندې لګېدلي بې بنسټه تورونه له منځه وړل شوي
cri2021-03-09 12:07:57
شريکول:

اوس په نړيوال بازار کې د کوويد ۱۹ ضد څو ډوله واکسين پلورل کيږي چې دا د کرونا وبا پای ته رسيدو لپاره اميدونه رامنځته کړي دی.خو ځينو هېوادونو د واکسين ور کونې په برخه کې يوازې خپلو اړتياوو ته پاملرنه کړې او د واکسين اخيستلو ته يې سياسي رنګ ورکړی چې دا له کوويد۱۹ وبا سره په مبارزه کې نړيوالې همکارۍ زيانمنې کړې دي.

د مارچ په اوومه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په يوه خبري ناسته کې وويل ، که دا د چينايي واکسین وي يا بهرنی واکسين، مهمه دا ده هغه چې اغيزمن او خوندي وي، نو هماغه يو ښه واکسين دی. هغه له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته د واکسين ورکولو لپاره هڅې وکړي.

دغه څرګندونې د چين له پخوانۍ ژمنې سره يو شان دي چې واکسين بايد د يو نړيوال عامه تولید په توګه اوسي. دا د يو مسؤلانه لوی هېواد په توګه د چين د هڅو او مسؤليت ښکارندويي کوي.

تر اوسه پورې په نړۍ کې څه باندې سل مليونه تنه پر کوويد۱۹ اخته شوي او له دې کبله څه باندې دوه مليونه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی. چين يو داسې هېواد دی چې د واکسین څېړنې يې په نړۍ کې مخکښ مقام نيولی، له کرونا وبا سره په مبارزې کې د بريا موندلو لپاره يو مهم ځواک ګرځېدلی دی.

له هغه پړاو څخه چې د ۱۷ واکسينونو کلينيکي ازموينې يې پيل کړې او څه باندې شپېتو هېوادونو ته د چين له خوا واکسينونه برابر کړی دي، تر هغه وخت پورې چې چين په وړيا توګه له اړمنو پرمختیايي هېوادونو سره د واکسين مرستې کړې او ۴۳ هېوادونو ته يې واکسينونه صادر کړی او د دې ترڅنګ د بسپنې په توګه يې د بېلا بېلو هېوادونو سوله ساتونکو ته ورکړي او د اولمپيک په ژمنيو سپورټي لوبو کې ګډونوالو لوبغاړو لپاره به هم واکسين برابر کړي، چين په پر له پسې توګه د خپلو رښتينو او صادقانه کړنو له لارې خپله کړې ژمنه پوره کړې ده.

دا د پاملرنې وړ ده چې چين هېڅکله له اړوندو هېوادونو سره د واکسین د برابرولو له لارې  د خپلې سياسي موخې لپاره هڅه نه ده کړې او يوازې يې د بشر دوستۍ له لحاظه له يادو هېوادونو سره مرستې کړې دي.

خو په دې برخه کې د چين په شمول د يو شمېر هېوادونو هڅې محدودې دي. ټول داسې هېوادونه چې توان لري، بايد اړمنو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته واکسين برابر کړي تر څو کوويد ۱۹ کنټرول شي. خو دا د اندېښنې وړ ده چې اوس د واکسين ويش له ځينو ستونزو سره مخ دی.له يوې خوا په نړۍ کې د واکسين توليدي اندازه د کمښت په حال کې ده او ځينو پرمختللو هېوادونو واکسینونه زيرمه کړي چې له امله يې له کوويد ۱۹ وبا سره د مبارزې لپاره نړيوالو هڅو ته زيانونه رسولي دي. په دې وروستيو ورځو کې د روغتيا نړيوال سازمان پخوانۍ عمومي مديرې ماګريټ چن د چين د ميديا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې د واکسين د ويشلو کارونه بايد د مساوات او له اخلاقي اصولو سره سم تر سره شي.

له بلې خوا ځيني پرمختللي هېوادونه نه غواړي چې له پرمختیایي هېوادونو سره واکسين شريک کړي، او په عين وخت کې يې د چين او روسيې په شمول پر هغو هېوادونو باندې تورونه لګولي چې له يادې مبارزې څخه ملاتړ کوي. د دوی دغې کړنې د کوويد ۱۹ وبا پر مخنيوي او کنټرول منفي اغيزه کړې ده او د نړيوالې ټولنې له انتقادونو سره  مخ شوي.

اوس چيني واکسين په وار سره د نړۍ بېلا بېلو ځايونو ته رسول شوی دی.د کوويد ۱۹ ضد واکسين د پلي کولو د پلان له مخې شلو هېوادونو ته څه باندې شل مليونه دوزه واکسين برابر شوی دی. مونږ دې ته تمه لرو چې ټول توان لرونکي هېوادونه په دې پلان کې ګډون وکړي تر څو انسانان په دې مبازره کې بريا تر لاسه کړي.