جيا شينګ؛ په چين کې د کليو د ابادۍ او سمسورتيا نمونه
cri2021-03-09 11:00:51
شريکول:

جيا شينګ ښار د چين د ختيځ جه جيانګ ولايت په شمال ختيځ کې دی، دغه ښار لرغونی تاریخ او ډېرې ښکلې طبيعي منظرې لري. په۲۰۱۹ کال کې د دې ښار پراخوالی کابو ۴۲۷۵ کيلومتره مربع او نفوس يې ۴ ميليونه او ۸۰۰ زره تنه ښودل شوی دی.


په جيا شينګ کې د جنوبي جهيل پر غاړه سرې کښتۍ تراوسه کابو ۲۲ ميليونه نندارچيان راجلب کړي

د چين د کمونېست ګوند د لومړي ملي کانګرس کلنۍ غونډه په يوې سرې کښتۍ کې ترسره شوه، چې دغه کښتي اوس هم په جيا شينګ ښار کې د جنوبي جهيل پرغاړه ولاړه ده. دغه کانګرس د ۱۹۲۱ کال د جولای په دېرشمه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوی و او وروسته د جاسوسانو د مخنيوي له امله د جيا شينګ جنوبي جهيل يوې سرې کښتۍ ته انتقال شو. په دغه کانګرس کې د چین د کمونېست ګوند منشور او د کارونو پرېکړه ليک تصويب شول او د دې ګوند مرکزي کمېټه پکې جوړه شوه. د غونډې ګډونوال وروسته له جياشينګ څخه ووتل او پر انقلاب يې پيل وکړ او د چين د تاريخ نوې پاڼه يې واړوله. له هغه وخت سل کلونه تېر شوي، چې په بهیر کې يې په چين کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. هغه مهال د چين د کمونيست ګوند د غړو شمېر ۵۸ تنه و، چې اوس یې د غړو شمېر له نوي ميليونو هم اوښتی دی. د ګوند د غړو د ګډو هڅو په نتيجه کې په چين کې انقلاب بريالی شوی او د دغه هېواد په ابادۍ کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

ياده بېړۍ چې د چين د کمونېست ګوند لومړی ملي کانګرس پکې ترسره شوی، د جګړو له امله ورکه شوه او حکومت وروسته يوه نوې بېړۍ جوړه کړه. دغه نوې بېړۍ له ۱۹۵۹ څخه د چین د انقلاب د يادونې په پار د خلکو پر مخ نندارې ته وړاندې شوې او تراوسه کابو ۲۲ ميليونو خلکو ترې لېدنه کړې ده. ښايي دا په نړۍ کې يوازينۍ بېړۍ وي، چې دومره زيات نندارچيان يې راجلب کړي دي.


د جيا شينګ ښار وو جن علاقه داري

جيا شينګ ښار کابو ۲۰۰۰ کلن تاريخ لري او له پخوا زمانې راهیسې سمسور او بډای ساتل شوی دی. دغه ښار ډېرې ښکلې طبيعي منظرې لري، د ښه کيفیت ورېښم پکې توليديږي او په خپلې غېږې کې يې ډېر ليکوالان او ادیبان روزلي دي.

د يادونې وړ ده، چې جيان شينګ ښار په چين کې د کليو د ابادۍ او سمسورتيا يوه نمونه بلل کيږي، په دغه ښار کې د ښاري سيمې او کليو ترمنځ د پرمختګ واټن په چین کې تر ټولو ځايونو کم دی. په دغه ښار کې د بزګرانو د کال منځنی عاید په تېرو ۱۵ کلونو کې د جه جيانګ ولايت تر ټولو ښارونو ډېر دی او په کليو کې يې ژوند آن تر ښاري سيمې هم ښه دی. مثلاً، د دې ښار هر کلي ته ملي بسونه تګ راتګ کوي، هرې علاقه دارۍ ته يې پاخه سړکونه غځېدلي، په کليو کې يې ښوونځي جوړ شوي، طبي او کلتوري خدمتي سيستم یې بشپړ شوی، کلیوال په خپلو کليو کې د درملنې لپاره له انټرنېټي طبي سيستم څخه په کار اخيستن ښاري سيمه کې د لویو روغتونونو له ډاکټرانو سره کتلی او له برېښنايي کتابونو څخه په کار اخيستنې، د ټول ښار عامه کتابونه لوستلی شي.