د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د مارچ په ۸مه نېټه رسنيو ته وويل چې د چين حکومت رسماً د سيمې جامع اقتصادي ملګرتيا تړون يعنې RCEP منظور کړی، نو هيله لرو چې اړوند هېوادونه هم په چټکۍ سره دغه تړون منظورکړي. هغه زياته کړه چې روان کال کې به د چين دروازه لا نور هم خلاصه وي.
نوموړي څرګنده کړه، د RCEP له لاسليک څخه ښکاري چې د نړۍ يو په درېيمه اقتصادي ارزښت لرونکې سيمه کې به له بلقوه توان او فعاليت څخه ډک او واحد بازار رامنځته شي. چين د RCEP د نافذ کېدو لپاره ځانګړی کاري ميکانيزم هم جوړ کړ.
( سپوږمۍ)