د چين د علومو او تکنالوژۍ وزير وانګ جي ګانګ د مارچ په ۸ مه نېټه وويل چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې بنسټيزې څېړنې لا زياتې کړي او په چين کې به د ټولنې په ټولو څېړنو کې د بنسټيزې څېړنو انډول له ۶ سلنې څخه ۸ سلنې ته ورسوي.
هغه وويل په راتلونکي کې به تر ډېره د ملي ستراتيژيکي موخې تر لارښوونې لاندې ازادې څېړنې پرمخ بوزي، د بنسټيزو څېړنو په کارونو کې ځوانانو ته به پام وګرځول شي او د بنسټيزو څېړنو لپاره بايد لا زيات مرکزونه او ډګرونه جوړ شي.
(مينه)