د بريتانيې د مخابراتي ادارې بيورو د مارچ د اتمې نېټې په شپه په خپله ويبپاڼه کې د چين د سي جې تي ان ټلويزيون د انګليسي چينل په باب قطعي حکم خپور کړ او ور پسې ياد ټلويزيون له دې امله خپل تاسف او ټينګ مخالفت څرګند کړ.
سي جي تي ان د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ۲۰۱۹م کال د هانکانګ خاصې ادارې سيمې د زورزياتي پېښو په باب زموږ راپورونه عادلانه او رښتني دي. بريتانيې د دغو عادلانه خبرونو په پلمه پر سي جي تي ان بنديز لګولی، دا مناسب نه دی. (شکريه)