د چين د اقتصادي ودې دوه ګونی دوران د بهرنيو پانګوالو لپاره څه ارزښت لري؟
cri2021-03-10 14:29:40
شريکول:

د چين دولت د تېر کال له مۍ راهيسې د خپل اقتصادي پرمختګ د هغه نوی جوړښت يا شکل د جوړولو په هڅه کې دی، چې له مخې به يې د دغه هېواد کورني بازار ته زيات پرمختګ ورکړي او نړيوال بازار ته به هم خوځنده ځواک برابر کړي، د چين مشرتابه د دې هېواد د اقتصادي ودې نوی شکل” دوه ګونی دوران “ (کورنی دوران او بهرنی دوران ) بولي او وايي، دواړه دوران يو له بل سره په تضاد کې نه، بلکې يو بل ته اړين دی او يو د بل په ګټه هم دي.

  پدې وروستيو ورځو کې د چين د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې يعنې د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشروتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې په بېجينګ کې روانې دي او ياده موضوع پکې ډېره د پاملرنې وړ ده.  د چين د حکومت په سږني کاري رپوټ کې راغلي، چې د چين حکومت به د دې هېواد د کورنيو اړتياوو د زياتولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي، پدې معنا چې چين به د خپل کورني بازار له پرمختګ څخه په استفادې د نړيوال بازار د پراخېدو او اصلاح لپاره زمينه برابره کړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړې او د ډيلويټي(Deloitte) په نوم د محاسبې مشهورې نړيوالې کمپنۍ چارواکې جيانګ ينګ وويل، دا چې  په چين کې د هغو کسانو شمېر  چې منځنی عايد لري، په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او د دغه هېواد په منځنيو او کوچنيو ښارونو او کليوالو سيمو کې د بازارونو پرمختګ ډېر امکانات لري، د دې ترڅنګ چينايان د ښه کيفيت ژوند غواړي او د دې ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي، نو وړاندوينه کيږي، چې د نړۍ د ښه کيفيت توليداتو، تخنيکونو او خدمتونو ته به د چين اړتياوې زياتې شي. نوموړې زياته کړه،د دوی يادې کمپنۍ اټکل کړی، چې چين به په ۲۰۳۵ کال کې د امريکا پر ځای د نړۍ لومړی لوی استهلاکی بازار وګرځي، پدې معنا چې نړيوال پانګوال به په دغه هېواد کې د پرمختګ ډېر فرصتونه پيدا کړي.

د دې ترڅنګ د چين حکومت په دې هڅه کې دی، چې په خپل هېواد کې د توليد، د اقتصادي سرچينو ويشل، د تجارتي توکو چلن او مصرف په ګډون د بېلابېلو لړيو پيوستون پياوړی کړي، څو برابر اقتصادي دوران رامنځته شي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کمېټې غړي او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګريزې او اقتصادي همکارۍ څېړنيز مرکز رئيس ګو شوه مينګ پدې اړه وويل، په چين کې د برابر اقتصادي دوران د رامنځته کولو لپاره د انحصار  له منځه وړل او د ورخلاصون  پياوړتيا په کار دي، پدې معنا چې په دغه هېواد کې به بهرنيو تصديو او پانګوالو ته لازيات فرصتونه برابر شي.

چين په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کولو په نتيجه کې ډېرې ګټې ترلاسه کړې او د دې هېواد چارواکي پدې ښه پوه شوي چې، ورخلاصون او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو پياوړتيا د باکيفيته پرمختګ لپاره ښه راتلونکی لري.  په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له ډېرو ستونزو سرسره بيا هم په چين کې د بهرنيو پانګو د کارونې اندازه ٪6.2 زياته شوې او پدې سره چين په همدې کال کې تر ټولو ډېرې بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي. د روان کال په لومړنيو دوو مياشتو کې د چين بهرنۍ سوداګرۍ تر اټکل ښه پرمختګ کړی او د صادراتو او وارداتو د زياتوالي سرعت يې له ۱۹۹۵ کال وروسته نوی ريکاډ ټينګ کړی دی.

د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه د چين د نوي پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د لرې موخو په مسوده کې د دغه هېواد د پخوانيو پلانونو په څېر ورخلاصون ډېر ځلې ياد شوی،  چين به ورخلاصون ته د پای ټکی کېنږدي او له شک پرته د چين دا کړنه د بهرنيو پانګوالو په ګټه ده.