د چين لوی رهبر شي جين پينګ د مارچ د ۹مې نېټې په مازديګر د دغه هېواد د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په ۴مه غونډه کې د خلکو ازادي بښونکي پوځ او وسله والو پوليسو پلاوي په عمومي ناسته کې د ګډون پر وخت دغه خبره تکرار کړه چې روان کال د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابر، د څوارلسم ۵ کلن پلان پيل او د عصري سوسياليستي هېواد د نو هراړخيزې ابادۍ د نوي بهير پيل او د ملي دفاع او پوځي چارو د عصري کېدو بهير لومړی کال دی. ټول پوځيان بايد د کرونا وبا د وقايې او مخنيوي تر څنګ خپل بېلا بېل کارونه په جدي او ښه توګه تر سره کړي څو د ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې لمانځنه وشي.
( سپوږمۍ)