ګوټريس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CRI2021-03-10 10:01:12
شريکول:

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په دې ورځو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته د يو پيغام په استولو سره په دغه هېواد کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د پوره برياليتوب په مناسبت مبارکي وويله.

سرمنشي ګوتريس په دغه پيغام کې څرګنده کړه: تاسو څو ورځې دمخه د چين په ولسي جمهوريت کې د مطلقې بېوزلۍ د له منځه وړلو اعلان کړی. زه په دې مناسبت د چين حکومت او تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وايم. دغه ستره لاسته راوړنه تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکي پرمختيايي اجنډا له مخې د لا ښکلې او سمسورې نړۍ د ابادۍ لپاره مهم خدمتونه دي. ستاسو د ليرې ليد او وتلي مشرتابه زياته ستاينه کوم. د چين دغه بې سارې برياليتوبونو نړيوالې ټولنې ته هيله راوړې او د نړۍ تشويق يې کړی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د حکومت سياسي ژمنه او د تګلارو ثبات د بېوزلو او کمزورو خلکو ژوند د ښه والي لپاره ستر اهميت لري. د نوښت هڅونه او د چاپېريال په ګټه او ورخلاص پرمختيايي موډل داسې مهم او ستر فرصت دی چې ټولو خلکو ته به ګټې ورسوي. باور لرم چې چين به په پر له پسې توګه لا سترې لاسته راوړنې ولري او هغه موخه به پوره کړي چې هر يو به له پرمختيايي ګټو څخه برخمن وي. 

(سپوږمۍ)