د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۱۱مه نېټه وويل، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه، د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د امريکا په بلنه د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن او د ولسمشرۍ د امنيتي چارو مرستيال جېک سوليوان سره د مارچ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په انکورېج ښار کې د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړي.