چين د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د ټاکنيز نظام د بشپړولو پريکړه وکړه
CRI2021-03-11 15:47:15
شريکول:

د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس څلورمه غونډه د مارچ د يوولسمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې پای ته ورسيده. دغې غونډې د رايګيرۍ له لارې د هانکانګ په خاصې اداري سيمه کې د ټاکنيز نظام د بشپړولو پريکړه وکړه.

د يادې پريکړې له مخې به د نظام په برخه کې هغه اصل په پوره توګه عملي شي چې هانکانګ بايد د وطن پرستانو تر ادارې لاندې وي، څو دا تامين شي چې د دې سيمې د ادارې حق د هېواد پالونکو په لاسونو کې دی او د هانکانګ دايمي آرامتيا او سمسورتيا ته خونديتوب ورکول شي.