شي جين پينګ د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته د خواخوږۍ پيغام وليږه
cri2021-03-11 10:33:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په لسمه نېټه د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته د خواخوږۍ پيغام وليږه او پکې يې پر کوويد۱۹ د ده او  مېرمنې يې د اخته کېدو له امله د هغوی د حال واحول پوښتنه وکړه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې وويل، خبر شوم چې ولسمشر بشار الاسد او مېرمن يې پر کوويد ۱۹ اخته شوي، زه له خپلې ښځې پينګ لي يوان سره  يو ځای ستاسو د حال و احول صادقانه پوښتنه کوم او ستاسو د ژر رغېدو هيله کوم. د چين حکومت او چينايان باور لري چې د ولسمشر اسد تر مشرۍ لاندې سوريايان هرو مرو له کرونا وبا سره په مبارزه کې بريا ومومي. (غاټول)