د چين د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې او ډيموکراتيکې چارې
CRI2021-03-11 15:20:26
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډې د دغه هيواد د تګلارو د لوري او د ډيموکراتيکو چارو د عملي کېدو په پار د معلوماتو تر لاسه کولو يوه مهمه کړکۍ ده. د روان کال د دوو مجلسونو په کلنيو غونډو کې د ملي ولسي کانګرس نژدې درې زرو استازو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس څه دپاسه دوه زرو غړو په بيجينګ کې په راتلونکو پنځو او پنځلسو کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پلانونو په شمول د مهمو وړانديزونو په هکله بحثونه وکړل، چې له دې څخه چيني شکله فعالې ډيموکراتيکې چارې څرګنديږي.

څه ډول ديموکراسي ښه ده؟

دغه خبره، د انسانانو او ټولنې د پرمختګ په بهير کې هميشه ياديږي. د لويديځ ځيني سياستوال د ايډيالوژيکي تبعيض له امله په خپلو هيوادونو کې ډيموکراتيکې چارې د انسانانو د سياسي تمدن تلپاتې بڼه يادوي او له همدې لارې غواړي ټولې نړۍ ته خپلې نظريې ورسوي. خو واقعيتونه دا ښيي، چې يوازې هغه ډيموکراتيک ميکانيزم، چې د خپل هيواد له حالت سره سم رامنځته شوی وي، د اعتماد او استفادې وړ دی.

که د يادو دوو غونډو له لارې د چين ډيموکراتيک سياست وڅيړل شي، دا پکې موندلی شو، چې د ولسونو په مرکزيت د چين د ځانګړي سوسياليزم ديموکراتيک سياست د خپل  هيواد د ادارې د عصري کېدو په بهير کې مهم رول لوبوي.

د چين  تر ټولو لوړ واکمن ارګان يا د چين ملي ولسي کانګرس د ولايتونو، کورواکو سيمو، د مرکزي حکومت تر مستقيمو ادارو لاندې د ښارونو، ځانګړو ادارې سيمو او پوځونو له استازو څخه جوړيږي او د بېلا بېلو لږکيو قومونو استازي هم پکې شتون لري. دغه اصول د چين په اساسي قانون کې شامل دي.

 د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په غړو کې د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو غړي او غير ګوندي شخصيتونه يعنې هغه کسان چې د هيڅ ګوند غړيتوب ونه لري، د حکومت په سياست کې د سياسي بحثونو او ديموکراتيک نظارت مهم رول لوبوي.

د دغو دوو مجلسونو په غړو کې حکومتي چارواکي، د تصديو خاوندان، د ساينس او تېکنالوژۍ  شخصيتونه او عادي کارګران، بزګران او د مختلفو چارو شخصيتونه شامل وي.  له دې څرګنديږي، چې د چين د بېلا بېلو ټولنو پاملرنه او د ولسونو غږ د دغه هيواد د سياست او سلامشورو په ډګر کې يادېدلی شي. د يادونې وړ ده، چې د چيني شکله ډيموکراسۍ د سياست له ټول بهير څخه څرګنديږي، چې ټول مهم قوانين او تګلارې د اجنډا له مخې د ډيموکراتيکو بحثونو له لارې په علمي او ډيموکراتيکه توګه رامنځته شوي او يادې غونډې د دې ښه ښکارندويي کوي.

د دغو دوو مجلسونو استازي او غړي په نظر کې لري، چې د روان کال په دغو دوو غونډو کې د حکومت په کاري راپور کې ۸۱ ځايونه او د څوارلسم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د راتلونکي هدف د مسودې ۵۵ ځايونه تعديل کړي.

د لويديځو هيوادونو ځيني سياستوال وايي، چې د چين د دوو مجلسونو کلنۍ غونډې هيڅ اهميت نه لري، خو د دوی دغه وينا له حقيقته ډېره لرې ده، حقيقت دا دی، چې ولسونه خپلې نظريې او وړانديزونه حکومت ته وړاندې کوي او په دغه ټول بهير کې چيني شکله ډيموکراسي پر مخ وړل کيږي، چې دا د لويديځو هيوادونو د بورژوازې له ډيموکراسۍ سره  څرګند توپير لري.د لويديځو هيوادونو ځيني سياستوال وايي، چې زمونږ هر کس د رايې ورکولو حق لري، خو د دوی د دغې ډيموکراسۍ کمزورتيا ورځ تر بلې ښکاري. د بيلګې په توګه د دوی سياستوال د ټولټاکنو لپاره بېلا بېلې لارې استفاده کوي، د پيسو له لارې رايې راغونډوي، د مختلفو ګوندونو تر منځ سيالۍ او نښتې د خلکو د ګټو په پرتله مهمې بولي، رايي ورکوونکي بې له دې چې حقيقت او رښتيا درک کړي، خپلو کسانو ته رايي ورکوي او داسې نور. په لويديځو هيوادونو کې په وروستيو کلونو کې دغه ډول سياسي تاوتريخوالی ډېر زيات ليدل کيږي او د دغه ډول ډيموکراسۍ توپيرونه ترې ښه ښکاري.