د هانکانګ د ديموکراتيک نظام د پرمختګ لپاره مهم ضمانت برابر شوی دی
cri2021-03-12 14:36:07
شريکول:

د چين تر ټولو لوړې واکمني ارګان د مارچ په يوولسمه نېټه د هانکانګ د ټاکنو نظام د بشپړولو په اړه د چين د ملي ولسي کانګس پرېکړه تصويب کړه. د کانګرس استازو د اوږدې مودې لپاره د دې پرېکړې د تصويبولو پر وخت چکچکی وکړې. له دې څخه ښکاريږي چې دغه پرېکړه د هاکانګيانو له هيلو سره سمون لري او له دې کبله به د هانکانګ له پرمختیايي حالت سره سم ديموکراتيک نظام بشپړ شي او د هانکانګيانو ديموکراتيک حقوق به تامين شي.

په هانکانګ کې له يوې مودې راهيسې د ځینو پيښو له رامنځته کېدو څخه څرګنديږي: هغه د چين ضد کسان چې د ډيموکراسۍ نارې يې وهلې، د هانکانګ د ديموکراسۍ واقعی ويجاړونکي دي. دوی د هانکانګ د ټاکنو د پخواني نظام له نيمګړتياوو څخه په استفادې سره د دې سيمې د بېلا بېلو کچو ټاکنو د کنټرول تر لاسه کولو له لارې ځايي اداري جوړښت ته داخل شوي او د دې سيمې د قانون جوړونکې کميټې د ادارې او له قانون سره سم د سيمه ييز حکومت د ادارې مخنيوی يې کړی چې له امله يې د هانکانګيانو ديموکراتيک حقوقو ته سخت زيانونه رسولي دي.

هانکانګ د چين يوه ځانګړې اداري سيمه ده. د چين تر ټولو لوړې واکمنۍ ادارې د واک او مسؤليت په لرلو سره د اساسي قانون له مخې د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ټاکنو نظام بشپړ کړی تر څو په هانکانګ کې د وطنپاله اداره تضمين شي او د دې سيمې ديموکراتيک نظام وساتل شي.

د يادې پرېکړې محتوا په دې سيمه کې د ديموکراتيک نظام د پرمختګ لپاره د چين د مرکزي حکومت د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي. د بېلګې په توګه د ټاکنو د کميټې نظام د هانکانګ د ټاکنو د نظام کليدي برخه ده. د دې پرېکړې له مخې د هانکانګ د ټاکنو کميټې جوړښت او دندې تنظيم شوې دي.

د جوړښت له لحاظه به د هانکانګ د ټاکنو راتلونکي کميټه د پنځو ټولنو له ټولټال ۱۵۰۰ تنو غړو څخه جوړه شي چې شمېر يې د پخوانۍ کميټې د ۱۲۰۰ غړو په پرتله زیات شوی دی. د جوړښت تنظيمول د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو د يووالي او د دې سيمې د ګټو د ساتلو لپاره ګټور دي.سربېره پر دې د دې کمیټې د ځينو دندو بدلون د هانکانګ د ديموکرتيک نظام د پرمختګ لپاره دېر اهميت لري.

په دې وروستيو کلونو کې لازیات هانکانګ بېلتون غوښتونکي او ځايي افراطيان د دې سيمې د ټاکنو نظام له نيمګړتياوو څخه په استفادې سره د هانکانګ د قانون جوړونکې کميټې د غړو په توګه وټاکل شول چې له دې امله د هانکانګ سياسي فضا خرابه شوې ده.د ټاکنو يوه داسې کميټه چې د لازياتو وګړو د ګټو استازيتوب کوي، د ټاکنو له لارې د قانون جوړونکې کميسيون ځيني غړي ټاکي چې د هانکانګ د سياست د افراطي کېدو او د هانکانګ د بېلتون غوښتوونکو له خوا د ياد کميسيون د کنټرول مخنيوی کولی شي او د هانکانګ د ديموکراسۍ ثابت پرمختګ به تضمين شي.

د نړۍ د چوکاټ په وينو سره له خپلو رښتينو حالاتو سره سم د ټاکنو نظام اصلاحات او بشپړتيا په نړۍ کې د ديموکراسۍ د پرمختګ معمولی تمايل دی. هغه امريکايي سياستوالو چې د ډيموکراسۍ يې نارې يې وهلې او د هانکانګ په اړه يې د چين پر تګلارې تور لګولی دی، تل دا پر دا حقیقت سترګې پټې کړی چې د بريټانيا د استعمار په موده کې د هانکانګ مشران د برټانيا حکومت له خوا ټاکل شوي وو او هېڅکله په ديموکراتيکو ټاکنو کې نه وو ټاکل شوي. د دې ترڅنګ هانکانګيان د لاريونونو له حقوقو څخه هم محروم شوي وو.

خو د چين له سترې برخې سره د هانکانګ له يو ځای کېدو وروسته د چين مرکزي حکومت په ټينګې سره د دې سيمې د ډيموکراتيکې نظام د لاپرمختګ لپاره هڅې کړې او تر زياته حده پورې يې د هانکانګ اوسېدونکو ديموکراتيک حقوق تامين کړي دي. د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ټاکنو نظام د بشپړتيا له امله به د دغې سيمې د ديموکراسۍ کيفيت لوړ شي او د دې سيمې ديموکراسي به لا پرمختګ ومومي.

د ياد نظام بشپړتيا د چين د ملي حاکميت د ساتلو پربنسټ د ټاکنو د ځايي نظام د بشپړېدو يوه ګټوره کړنه ده چې دا د سيمه ييزې ډيموکراسۍ د پرمختګ ترڅنګ د ملي حاکميت د ساتلو په غرض نورو هېوادونو ته د چين پوهه او لايحه برابره کړې ده.