د چين صدر اعظم لي که چيانګ د مارچ د ۱۱مې نېټې په مازديګر د دغه هېواد د ۱۳م ملي ولسي کانګرس د ۴مې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، د چين حکومت د روان کال لپاره د اقتصادي پرمختګ په اړه د څه باندې ۶٪ موخه ټاکلې چې دا د پلان ټاکلو لپاره نه، خو اقتصادي چارو ته د دوام ورکولو لپاره دي. موږ به د اقتصادي چارو اعاده کولو او باکيفيته پرمختګ ته زيات پام وکړو.
نوموړي وويل چې د چين اقتصادي چارې به په روان کال کې د اعاده کېدو پر بنسټ پرمختګ وکړي او له زياتو نامعلومو عواملو سره به مخ وي. چين به د اوس او راتلونکي لپاره د اقتصادي پرمختيايي تمايل وساتي.
( سپوږمۍ)