په بېجينګ کې د افغانستان سفارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله
cri2021-03-12 20:44:11
شريکول:

د چين په پلازمېنې بېجينګ کې د افغانستان لوی سفارت د مارچ په دولسمه نېټه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځله.

په يادې لمانځغونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي پوځي کميټې بريد جنرال سونګ يان چاو، ډګروال چن پې لينګ او د اذربایجان، ترکیې، قطر، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان سفيرانو او د بېلابېلو هيوادونو شاوخوا ۷۰ ډيپلوماتانو ګډون کړی و.

په چين کې د افغانستان لوی سفير جاويد احمد قايم غونډې ته په وينا کې وويل، چې افغانستان کې روان جنګ د افغانانو ترمنځ نه، بلکې افغانان د نړيوالۍ ترهګرۍ قرباني شوي او افغان ځواکونه د دغې ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښې کې جنګيږي او پر وړاندې يې کلکه مبارزه کوي. نوموړي په خپله وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه مننه وکړه، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره يې مرستې کړې دي.

د افغانستان په دفاعي ځواکونو کې اصلاحات پيل شوي او مثبتې اغېزې يې تر لاسه کړې دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشراف غني تېره اوونۍ د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت وينا کې وويل، چې له افغان امنيتي ځواکونو څخه د افغانانو د ملاتړ انډول د تېرو سلو کلونو په پرتله بې ساری او ډېر لوړ دی.

سفير جاويد احمد قايم په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې افغان حکومت داسې سولې ته لومړيتوب ورکوي، چې د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي او دا د ټولو افغانانو ګډه هيله ده او افغان حکومت به په هيواد کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.