په چين کې (نړيوال حالات او د چين ډيپلوماسي) شين کتاب خپور شو
cri2021-03-13 10:55:07
شريکول:

د چين د نړيوالو مسئلو څېړنيز انسټيټيوټ د مارچ په ۱۲ مه نېټه (نړیوال حالات او د چين ډيپلوماسي) شين کتاب خپور کړ. په دغه کتاب کې پر نړيوالو حالاتو د کرونا وبا پر اغېزو تمرکز شوی او د دې وبا له امله په نړيوال وضعيت کې رامنځته شوي پنځه لوی بدلونه په ګوته شوي دي.

لومړی: کرونا وبا د نړۍ قواوې بدلې کړې دي. امریکا لاهم د نړۍ لومړی لوی اقتصادي طاقت دی، خو د چين د اقتصادي ودې سرعت لاچټک شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې چين د نړۍ په لويو اقتصادونو کې يوازينی اقتصاد دی چې په خپله وده کې يې زياتوالی موندلی دی. د دې ترڅنګ د چین د تېر کال جي ډي پي يعنې اقتصادي حجم دومره زیات شوی، چې په لومړي ځل يې د امریکا د اقتصادي ودې له ٪70 سره برابر دی. د اروپايي ټولنې او جاپان اقتصاد د کرونا وبا له امله ډېر ځپل شوی او پخواني حالت ته يې د بېرته ګرځېدل سخت او د اندېښنې وړ دي. د روسيې، هند او ځينو نورو مخ پر ودې هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا له امله تر اټکل ډېر ځپل شوی او د بېکارۍ د لوړې کچې په ګډون له يو شمېر ننګونو سره مخامخ دي.

دوهم: د لويو هېوادونو اړيکې د بدلون په حال کې دي. د چين او اروپا ترمنځ اړيکو دوامداره پرمختګ کړی او امریکا له خپلو ملګرو سره د اړيکو د بيا تقويه کولو په هڅه کې ده.

درېيم: د نړۍ په ځينو سیمو کې د ترهګرۍ ، کډوالو او ځمکنیو جنجلونو په ګډون موجودې سيمه ييزې ستونزې لاپسې سختې شوې دي.

څلورم: نړیوال اقتصاد د زیاتېدو په حال کې دی. د پيسو نړیوال صندوق اټکل کړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې به نړيوال اقتصاد ٪5.5 او د چين اقتصاد به ٪6 زيات شي.  امريکا ښيي په خپله اقتصاي وده کې ٪3 زياتوالی رامنځته کړي، خو امریکايي حکومت زياتې پيسې چاپ کړې او بازاري دوران ته يې اچولي، چې د نړيوال اقتصاد  په اړه د خلکو د زياتې اندېښنې سبب شوی دی.

پنځم: د کرونا وبا په موده کې ډيجټلي اقتصاد ډېر پرمختګ کړی او په راتلونکي کې ښايي د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ د ډيجټلي اقتصادي ودې په برخه کې واټن لاپسې زيات شي.