د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د دغه هيواد او امريکا تر منځ د جګ پوړو ستراتيژيکو خبرو اترو يادونه وکړه
CRI2021-03-13 10:56:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په دوولسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، دغه هيواد او امريکا بايد په سمه توګه يو د بل د تګلارو نيت وپيژني، يو له بل سره تفاهم دې پياوړی کړي، خپلمنځي توپيرونه او مسئلې دې حل او کنټرول کړي او د دواړو هيوادونو اړيکو د عادي کېدو هڅونه دې وکړي.

مخکې د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي وو، دغه هيواد به په راتلونکې اوونۍ کې د دواړو هيوادونو تر منځ د جګپوړو ستراتيژيکو خبرو اترو په ترڅ کې د هانکانګ او شينجيانګ په هکله بحثونه وکړي. جاو لي جيان په دې اړه دېته اشاره وکړه، د دغو خبرو اترو تر سره کول د امريکا وړانديز دی او دا به د دواړو هيوادونو د مشرانو تر منځ له تليفونې خبرو وروسته د دواړو خواوو لومړی ستراتيژيک تماس وي او د امريکا د نوي ولسمشر په مشرۍ د حکومت واک تر لاسه کولو نه وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ لومړۍ مخامخ جګپوړې کتنه هم وي. هيله ده چې دواړه خواوې د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله صميمي خبرې وکړي او چين به په دې خبرو اترو کې خپل دريځ څرګند کړي.