د چين حکومت څنګه د خلکو په پراخه ملاتړ تر لاسه کولو توانېدلی؟
cri2021-03-13 11:09:40
شريکول:

په دې وروستيو کلونو کې د نړيوالو ارګانونو د څو ځلې د نظر پوښتنو له مخې د چين له حکومت څخه د چينايانو د ملاتړ اندازه ډېرې لوړې کچې ته رسيدلې ده. لامل يې څه دی؟ د مارچ په یوولسمه نېټه د چين تر دوو ملي غونډو او ناستو وروسته هغه خبري ناسته چې د چين صدراعظم پکې ګډون کړی و، دغې پوښتنې ته ځواب ور کړ.

په دې خبري ناسته کې په دې اړه څرګندونې شوې چې استخدام د خلکو د ژوند او پرمختګ بنسټ دی، نو د چين حکومت بايد د اجباري ښوونې او بنسټيز طب په شمول د خلکو د ژوند تړاو لرونکو برخو کې لازياته پانګه وکړي. ځکه دغه کارونه د هر تن له ژوند سره تړاو لري. په دې خبري ناسته کې د صدراعظم له څرګندونو څخه ښکاريږي چې د چين د پرمختګ بنسټيزه موخه دا ده چې چينايان لا ښه او د نيکمرغه ژوند لرونکي شي.

په همدې ورځ د چين تر ټولو لوړ واکمن ارګان د ۱۴ م پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال لپاره د لېرې موخې کړنلاره تصویب کړه. په راتلونکي پنځه کلن پلان کې شل عمده ګرافونه شامل دي چې په دې جمله کې اووه ګرافونه د خلکو له ژوند سره تړاو لري چې شمېر يې يوه په درېيمه برخه نيسي. دغه ګرافونه د ملکيانو د پاملرنې وړ له مهمو مسئلو سره اړه لري.

اوس چين په نړۍ کې د ټولنيز ضمانت يو داسې سيستم جوړ کړی چې پيمانه يې تر ټولو لويه ده. له دې کبله څه باندې يو ميليارډ او درې سوه مليونه تنه له بنسټیزې طبي بيمې څخه برخمن شوي او څه باندې يو ميليارډ کسانو له بنسټيزې جاري بيمې څخه ګټې اخيستي دي. د دې ترڅنګ ۵۵ مليونه اووه لکه او پنځوس زره بې وزلي کليوال د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي دي.

چين يو داسې هېواد دی چې نفوس يې يو ميليارډ او څلور سوه مليونه دي،او د خلکو د ژوند ښه والی له ډېرو ستونزو سره مخ دی. په تېره بيا د نفوس د زړښت کېدو په حال کې د خلکو د ژوند ښه والي کارونه څنګه د کارګرو له نوي جوړښت سره سمون ور کول کېدلی شي او په دې برخه کې به د خلکو څو اړخيزې اړتياوې پوره شي چې دا اوس د چين لپاره يوه ستره ننګونه ده. خو چينايانو تل تونيدلي دي او تل په ننګونو کې يې پرمختيايي فرصتونه پيدا کړي دي. د خلکو د ژوند ښه والی او د خلکو د پاملرنې وړ مسئلو حل وفصل به د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک په خوځښت راولي.

د چين حکومت تل په خپلو کارونو کې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي چې دا د چين د حکومت له خوا د خلکو د پراخ ملاتړ د تر لاسه کولو مهم او عمده لامل دی.